1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجمهوری مولداویا

آیا د مولداویا غونډه د پوتین پر ضد د اروپا د یووالي نښه ده؟

۱۴۰۲ خرداد ۷, یکشنبه

«مولداویا یوازې نه ده»، دا د ۴۷ اروپايي هیوادونو د سرمشریزې شعار دی چې له دغه هیواده خپل ملاتړ اعلانوي. په دغه غونډه کې به چې ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، د روسیې پر وړاندې له مولداویا څخه ملاتړ اعلان شي.

https://p.dw.com/p/4Rumc
Globus, abfotografiert | Ukraine, Republik Moldau
انځور: Ulrich Zillmann/FotoMedienService/picture alliance

د مولداویا جمهوریت یو کوچنی اروپايي هیواد دی چې له اوکراین سره ګډه پوله لري. د پخواني شوروي اتحاد دغه جمهوريت، د اوکراین د جګړې له پیلیدو مخکې هم د مسکو د بریدونو له ګواښ سره مخامخ و. اوس ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ د «مولداویا یوازې نه ده» تر سرلیک لاندې د ۴۷ اروپايي هیوادونو د مشرانو او د دغې اتحادیې د بنسټونو د استازو یوه غونډه په دغه هیواد کې ترسره شي.

لاوروف: په اوکراین کې د سولې له پاره ډیر خنډونه وینم

په پام کې ده چې دغه غونډه په سمبولیک ډول د اوکراین پولې ته نږدې په میمي کلا کې ترسره شي. دغه سیمه د مولداویا له پلازمېنې کیشیناو څخه ۳۵ کیلومتره سویل ختیځ ته پرته ده.

د مولداویا او اوکراین له پاره د فریدریش ایبرت بنسټ مشر فیلیکس هیئت، دې غونډې ته په اشارې وایي: «د مولداویا په تاریخ کې داسې لویه پيښه (غونډه) نه ده رامنځته شوې.»

د مولداویا ولسمشرې مایا ساندو، له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلنسکي څخه مولداویا ته د سفر کولو غوښتنه کړې ده.

د څو اونیو راهیسې اروپایي سیاستوال د«مولداویا یوازې نه ده» هشتیک سره په ټولنیزو رسنیو کې د دې ناستې په اړه خپلې اعلامیې خپروي.

 د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي: «په مولداویا کې مونږ د انرژۍ، مهاجرت، امنیت، دفاع، زیربناو او جیوپولیتیک په هکله خبرې کوو.»

Moldau Pro-EU-Versammlung in Chisinau
د ۲۰۲۳م کال د می میاشتې په ۲۱ نیټه مولداویایي اتباع د اروپايي اتحادیې په ملاتړ په کیشیناو ښار کې راټول شوي وو.انځور: Aurel Obreja/AP Photo/picture alliance

د اروپا د سیاسي ټولنې د دغې غونډې چې د دویم ځل له پاره ترسره کیږي د نوښت مفکوره امانویل ماکرون ته ورګرځي. مخکې تر دې داسې یوه غونډه د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې ترسره شوې وه چې په هغې د ۴۴ هیوادونو استازو د روسیې او د مسکو متحد سپينې روسیې یا بلاروس پر وړاندې خپل دریځ اعلان کړی و.

په برلین کې د المان حکومت ویاند وویل چې د المان صدراعظم اولاف شولڅ تمه لري چې په دې غونډه کې به د «روسي امپریالیزم پر ضد» روښانه سګنال ورکړل شي.

همدا اوس روسي عسکر د مولداویا په ختیځه سیمه ترانس نیستریا کې چې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له خوا اداره کیږي، ځای پرځای شوي دي.

له فریدریش ایبرت له بنسټ څخه فیلیکس هیت وایي چې مولداویا د روسیې د نفوذ له پاره مناسب بستر دی. نوموړي زیاته کړه: «د مولداویا اپوزیسیون په دې هڅه کې دی چې د مسکو په مرسته یو وار بیا واک په خپل لاس کې ونیسي.»

د برازیل ولسمشر روسیې ته د پوتین د سفر بلنه رد کړه

د ښاغلي هیئت په وینا د اروپا پلوي دولت بنسټونه یا پایې کمزوري دي او سربیره پر دې روسیې د ګازو د بیو په ډیر لوړولو سره په دغه هیواد کې بې وزلې ته زمينه مساعده کړې ده.

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې اورولا فون دیر لاین، په تیر مني کې کیشیناو ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې له کړکیچ سره د ملداویا د مخامخ کیدو د مخنیوي په خاطر له دغه هیواد سره د ۲۵۰ میلیونه یورو مالي مرستې خبر ورکړی و. ټاکل شوې وه چې له دغو مرستو څخه عمدتاً د انرژۍ په برخه کې ګټه واخیستلی شي. سربیره پر دې اروپايي اتحادیې شاوخوا ۴۰ کارپوهان د روسیې د سایبري بریدونو څخه د مولداویا د محافظت له پاره دغه هیواد ته استولي دي.

چین او روسیه خپلې سوداګریزې اړیکې پراخوي

 د مایا ساندو په رهبرۍ د مولداویا حکومت هیله لري چې د اوکراین ترڅنګ به تر ۲۰۳۰م کاله پورې د اروپايي اتحادیې غړيتوب ترلاسه کړای شي. اوکراین او مولداویا له تیر کال راهیسې په اروپايي اتحادیه کې د الحاق یا ورګډیدو له پاره ځانونه کاندیدان کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا