1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراين له اشغال شويو سيمو څخه «ډله ایز جبري انتقال» غندلی

۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

د اوکراين حکومت دا خبره په کلکه غندلې ده چې روسيه له نيول شويو سيمو څخه اوکراينيان په زوره نورو سيمو ته انتقالوي. د ولسمشر زيلنسکي په خبره دمګړۍ ۴،۵ میلیونه وګړي برېښنا هم نه لري.

https://p.dw.com/p/4J4Y5
اوکراين: له خيرسون څخه ملکيان تخليه کيږي
اوکراين: له خيرسون څخه ملکيان تخليه کيږيانځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

د اوکراين حکومت د دغه هيواد په ختیځ او جنوب کې د روسیې له خوا له نيول شويو سيمو څخه د خپلو وګړو د «ډله ایز جبري انتقال» له امله شکايت کړی دی.

په کيف کې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د روسيې اشغال ګرې ادارې په دې پېل کړی چې د خیرسون له سيمې څخه خلک کريميا نيمه ټاپو او يا روسیې ته انتقال کړي.

زياته شوې ده چې ورته اخراجونه په زاپروږيا، لوهانسک او دنيڅک سيمو کې ليدل شوي دي. وزارت پر دې سربیره په اغیزمنو سيمو کې د روسي عسکرو له خوا د «چور او چپاول» په اړه هم شکايت کړی دی.

په خیرسون کې د روسیې د حکومت له خوا ټاکل شويو چارواکو د سه شنبې په ورځ تر هغه وورسته چې تېره اوونۍ کابو ۷۰ زره ملکيانو سیمه پرېښې وه، د نورو خلکو د انتقال اعلان هم کړی وو.

اوکراین: «د وروستیو لسیزو تر ټولو ډیر بې ځایه کیدل»

هلته د روسیې له خوا ټاکل شوي ګورنر ولاديمير سالدو، د دې کار علت د اوکراين د پوځ له خوا «شديد راکټي بريدونه» وښوول. خو اوکراين بيا دې کار ته د «Deportation»  يا «جبري اخراج» په سترګه ګوري.

د روسیې حکومت په سپتمبر میاشت کې د اوکراين دنيڅک، لوهانسک، خیرسون او زاپروږيا سيمې په غير قانوني توګه الحاق کړې چې دغه چاره د نړيوالو له خوا په رسميت نه ده پېژندل شوې.

تر بمباريو وروسته په ميليونو وګړي برېښنا نه لري

د اوکراين د معلوماتو له مخي د روسیې بريدونه يو ځل بيا د هيواد په ډېرو برخو کې د برېښنا د قطع کیدو باعث ګرځيدلي دي. ولسمشر ولوديمير زيلنسکي وویل چې کابو ۴،۵ ميليونه انسانان د پنجشنبې له ماښام راهيسې قمساً برېښنا ته لاس رسی نه لري.

روسيې یو ځل بیا پر اوکراین د توغندیو بریدونه کړي

زياته شوې ده چې کيف او لس نورې سيمې اغېزمنې شوي دي. زيلنسکي وويل چې د انرژۍ پر زيربناو بريدونه «زموږ د دښمن د ضعيفوالي» ثبوت دی. هغه زياته کړه: «دوی د جګړې په ميدان کې اوکراين ته ماته نه شي ورکولی نو له دې کبله هڅه کوي زموږ ولس په دې توګه مات کړي.»

په کيف کې پنجشنبه د شپې بريښنا قطع وه
په کيف کې پنجشنبه د شپې بريښنا قطع وهانځور: Maxym Marusenko/NurPhoto/picture alliance

د اوکراين ولسمشر د روسيې بريدونه يو ځل بيا د «انرژۍ ترهګري» وبلل. نوموړي پر عامه ادارو غږ وکړ چې د برېښنا د استعمال د راکمولو زمينه برابره کړي. هغه وويل چې اوس د دې وخت نه دی چې د تجارتي تبليغاتو له پاره برېښنايي لوحې وکارولی شي او د مغازو کړکۍ روښانه وي.

بورېل پر روسیې درانه تورونه ولګول

د اروپاپي اتحادیې د بهرنيو چارو مسئول جوسپ بورېل د «جي- ۷» هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې چې د آلمان په مونستر ښار کې ترسره کيږي، پر روسیې تندې نيوکې وکړې.

نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «روسیه د يوه هيواد د ويجاړولو په حال کې ده. د روسیې پوځ د دې توان نه لري چې دغه هېواد ونيسي.» نوموړي وویل چې اوکراينيان مقاومت کوي او اشغال کوونکي يې رد کړل.

اوکرایني مهاجرو د المان ښارونه د ګنجایش وروستي حد ته رسولي

بورېل همدا راز د روسیې پر مشرتابه د «سياسي بې ثباتۍ او د مهاجرت د څپو د رامنځته کولو تور ولګاوه، ځکه چې روسیه پوهيږي چې اروپايان د مهاجرت د موضوع په اړه ډېر حساس غبرګون ښيي.»

د اوکراين له جنوب څخه د روسي پوځونو پر شا کيدل؟

د اوکراين په جنوب کې پر روسي ځواکونو فشار ظاهراً د زياتېدو په حال کې دی. په خیرسون سيمه کې د روسیې له خوا د ټاکل شوي ګورنر مرستیال کيريل ستريموسوف، پر دې حساب کوي چې د روسیې عسکر غواړي چې د دنيپرو سيند لوېديځ ته له پرتو سيمو ووځي. نوموړي د « Solowjow Live» انلايني شبکې سره په خبرو کې وويل: «قوي احتمال دی چې زموږ قطعات، زموږ عسکر به کيڼ غاړې ته واوړي.» خو د کيف حکومت خبرداری ورکړی دی چې د پرشا کیدو دغه پلانونه ښايي يو دام وي.

له اوونيو راهېسې د اوکراين ځواکونه په جنوب کې په پوځي عملیاتو بوخت دي او غواړي چې پر نورو سربیره د دنيپرو سيند پر لوېدېځه غاړه د ستراتیژيکي پلوه مهم ستر ښار خيرسون بيرته ونیسي. په دې موخه هغوی پر ټولو پلونه هدفمنانه بريدونه کړي او په دې توګه یې د روسیې د اکمالاتو رسول ستونزمن کړي دي. خو په دې وروستیو کې سيمې ته په لسونو زره نوي روسي عسکر وليږدول شول.

که چېرې په رښتيا هم روسي عسکر د سيند له لوېدیځې غاړې څخه پر شا شي نو دا به د روسیې له پاره يوه ستره ماته او په جګړه کې د بدلون يوه مهمه نقطه وي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه: