1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکرایني مهاجرو د المان ښارونه د ګنجایش وروستي حد ته رسولي

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

په فیبرورۍ کې د روسیې تر برید وروسته له یو میلیون ډیر اوکراینیان المان ته راغلي. د المان د کورنیو چارو وزارت په حواله د هیواد له ۱۶ څخه ۱۲ ایالتونو په سپټمبر کې خبرداری ورکړی چې د استوګنې ګنجایش یې مخ پر تمامیدو دی.

https://p.dw.com/p/4Isyj
Ukraine-Konflikt - Sonderzug bringt Flüchtlinge nach Cottbus
انځور: Frank Hammerschmidt/dpa/picture alliance

له برلین څخه نږدې ۹۰ کیلومتره لیري د المان په ختیځ کې د کوتبس ښار چارواکو دویچه ویله ته وویل چې که څه هم د هیواد د نورو برخو په پرتله په کې د استوګنې مسئله کمه ده. هغو زیاته کړې ده چې د پناه غوښتونکو د ځایولو له پاره ډير ځای نه لري.

د مهاجرو له پاره د استوګنې د ځای او اړینو وسایلو برابرول یو اوږدمهاله ډیر لګښت لرونکې پروسه ده. د دغه ښار ویاند وویل چې په کوتبس کې اوکرایني پناه غوښتونکي د سرپناو پر ځای په کورونو کې اوسیږي، په داسې حال کې چې دوی ټول بیا، په کافي اندازه اړین وسایل نه لري.

د کوتبس له پاره تر ټولو لویه ننګونه په ښاري ژوند کې د نویو راتلونکو کسانو ادغامول او په ځانګړي توګه دوی ته د تعلیم او روغتیایې اسانتیاو برابرول دي. د دغه ښار د زده کړې او ادغام د چارو مسئول شټیفني کیګئسوز وویل: «مرکزي حکومت موږ ته د پناه غوښتونکو له پاره د ابتدایي لګښتونو پيسې راکوي، خو دوامداره مصارف نه ورکوي.» هغه وویل چې په ښار کې پناه غوښتونکو ته د مرستې په خاطر د ژباړونکو او پرسونل له کمښت سره مخامخ دي او دا د داوطلبانو د همکارې پورې منحصره وي.

د مهاجرو بار

په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د برید له پيل راهیسې کوتبس له اوکراین څخه المان ته د مهاجرو د راتګ پر مرکز بدل شوی دی. تر اوسه پورې د ثبت شوو نږدې یو میلیون مهاجرو له ډلې څخه اکثره یي له دې ۱۰۰ زره نفوس لرونکي ښار څخه تیر شوي دي.

اړوند: ليندنر د کډوالو له پاره لا زياتې پيسې رد کړې

د دغه ښار د ارقامو پر بنسټ ۱۵۰۰ اوکرایني پناه غوښتونکي په دې ښار کې میشت کړای شوي چې له دې ډلې یو پر دریمه برخه یې ښوونځي ته د تګ عمرونه لري. دا په دې معنی چې د مختلفې تعلیمي کچې، په ژبه د پوهیدو صلاحیت او له جګړې څخه روانې ټکان لیدونکي نږدې ۵۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان باید په عاجل ډول د سیمې په ښوونیز سیستم کې جذب کړای شي.

دغه ښار هم د ساختماني زیربناو له کمښت سره مخامخ دی. سیمه ایز چارواکي شکایت کوي چې مرکزي حکومت چې د روان کال په پیل کې د مرستې ژمنه کړې وه، هغه نه ده پوره شوې. د کوتبس د ښاروالۍ ویاند جان ګلوسمین، دویچه ویله ته وویل: «په مجموعي ډول المان ډیر شتمن دی، خو د شتمنۍ ویش یو ډول نه دی.»

په المان کې مهاجرت د هیواد په کچه یوه مسئله ده. د مهاجرو ویش د یوه الګوریتم په اساس ترسره کیږي چې د ایالت نفوس او د مالیاتي عایداتو په پام کې نیولو سره صورت نیسي.

اړوند: اروپا ته پر لاره تر ۵۰۰۰ زره ډېر کسان مړه سوي دي

د کډوالو د مرکزي دفتر په حواله دا په دې معنی چې ګڼ میشته او نسبتاً شتمن لویدیځ ایالت نورد-راین- وستفالن، المان ته د راتلونکو مهاجرو نږدې ۲۱ سنله او ختیځ ایالت براندنبورګ، چیرې چې کوتبس هم موقعیت لري، د ۳ سلنه پناه غوښتونکو بار په اوږو اخلي.

دا کار د کاغذ پر مخ د عملي کیدو وړ دی، خو د کورنیو چارو وزارت په حواله د سپټمبر تر لومړیو پورې، د المان له ۱۶ څخه ۱۲ ایالتونو اطلاع ورکړې ده چې د استوګنې له پاره ګنجایش یي نور مخ پر خلاصیدو دی.

د روانې میاشتې په اویلو کې د کوتبس ښار ځکه د خبرونو په سر لیکونو کې ځای ونیوه چې مسئولینو یي د نورو مهاجرو له منلو څخه انکار وکړ.

خراب وضعیت

د روانې میاشتې په پیل کې د مرکزي حکومت د چارواکو ترمنځ یوه غونډه وشوه چې هدف یي د مخ پر ډیریدونکي تقسیم ختمول و. د کورنیو چارو وزیر نانسي فایئرز د مهاجرو له پاره د لا زیاتو استوګنځایونو برابرولو اعلان وکړ، خو هغې په دې هکله نه هم د بودیجې په ارتباط ارقام وړاندې کړل او نه یي هم د راتلونکو میاشتو له پاره د کوم پلان طرحه وړاندې کړه. تمه کیږي چې دغه جزویات به د نومبر میاشتې په لومړیو کې د مرکزي حکومت تر منځ په یوه بله غونډه کې وړاندې شي.

اړوند: د مسلکي کسانو له پاره په جرمني کي نوي امکانات

که څه هم د اوکراین د جګړې تر پيلیدو وروسته د سیاسي پناه غوښتونکو په راتګ کې کمی راغلی دی، خو د پناه غوښتنلیکونه د تیر کال د همدې مودې په پرتله ډير زیات دي. دا وضعیت د فیبرورۍ په منځ کې د المان حکومت له اټکل سره ډیر توپير لري، په کوم کې چې ویل شوي و: «د مهاجرت هیڅ امکان شتون نه لري».

ولیم ګلوکرافت: ش.ن/ ب.ص