1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآلمان

اوکراین: «د وروستیو لسیزو تر ټولو ډیر بې ځایه کیدل»

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنري (UNHCR) د معلوماتو پراساس روسیه پراوکراین باندي تر یرغل وروسته «د وروستیو لسیزو تر ټولو ډیر بې ځایه کیدلو او شړلو» سبب گرځیدلې ده.

https://p.dw.com/p/4J0Tv
BG Ukraine geflüchtete Frauen
انځور: DW

د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ آمر، فِلیپو گراندي په نیویارک کي وویل، چي د «همدې کال د فبرورئ د ۲۴ مي څخه تقریبأ ۱۴ ملیونه انسانان د خپلو کورونو څخه وتلي او یا شړل سوي دي». هغه غوښتنه وکړه، چي ځکه نو په راروان ژمي کي باید د هغوی سره بشري کومکونو ته ادامه ورکول سي. 
د همدغه سازمان په حواله تر اوه میلیونه ډیر انسانان له اوکراین څخه وتلي او په خارجي هیوادونو کي یې پناه اخیستې ده، د هغې جملې څخه تقریبأ نیم میلیونو یې په جرمني کي دي.