1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهامریکا متحده ایالات

امریکا: ښوونځي کې ډزو مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۲ دی ۱۵, جمعه

چارواکو ویلي دي چې یوه ۱۷ کلن زده کوونکي د امریکا د آیووا ایالت په یوه ښوونځي کې په ډزو یو ماشوم وژلی او ډیر نور یې ټپیان کړي دي. پولیس وایي د آیووا ایالت په يوه ښوونځي کې تر دغې پيښې وروسته وضعیت اوس تر کنترول لاندې دی.

https://p.dw.com/p/4asaZ
USA Schusswafenangriff in der Perry High School in Iowa
انځور: Cheney Orr/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو د آیووا ایالت چارواکو وویل چې د پنجشنبې (د ۲۰۲۲۴م کال جنورۍ میاشتې ۴ نيټه) د پیري لیسې د یوه زده کوونکي له د ډزو په یوه پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان دي.

د آیووا د جنایي څانګې مرستیال میچ موردویت ویلي دي چې بریدګر یو ۱۷ کلن زده کوونکی دی.

دا پيښه په داسې یوه وخت کې رامنځته شوی چې زده کوونکي تر ژمنیو رخصتیو وروسته په لومړي ورځ ښوونځي ته راغلي ول. موردویت وویل چې له شکمن کس سره یوه تفګنچه او یو ټوپک وو. همداشان په ښوونځي کې د یوه نوي طرز چاودیدونکې  وسیله موندل شوې چې بیا وروسته شنډه کړل شوی ده.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو احتمالي ویدیو

مخکې تر دې د دلاس کاونټي سیمه ایز چارواکي ایدم انفانتي ویلي وو کله چې ډزې وشوې په هغه وخت کې په ښوونځي تدریسي ټولګي لا نه وو پیل شوي او د تشدد پر مهال «د ښوونځي په ودانۍ کې لږ شمیر زده کوونکي او ښوونکي موجود ول.»

د اړونده چارو مسئولینو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.

په امریکا متحده ایالاتو کې وخت ناوخته په ښوونځیو کې د ډزو پیښې رامنځته کیږي. له دې ډلې څخه د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کې د ټیکساس ایالت په راب الیمنتري سکول کې د ډزو د پيښې یادونه کولی شو په کوم کې چې د یوه ۱۸ کلن بریدګر په برید کې ۱۹ زده کوونکي او دوه ښوونکي وژل شوي وو.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب