1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په يوه ښوونځي کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي

۱۴۰۱ خرداد ۴, چهارشنبه

د امريکا د ټکساس ايالت په يوه لومړني ښوونځي کې يوه ځوان ۱۹ ماشومان په ډزو وژلي دي. ولسمشر جو بايدن په دې ترڅ کې د وسلو د قوانينو سختولو غږ وکړ.

https://p.dw.com/p/4BpIo
USA Texas | Tote nach Schüssen an der Robb Elementary School in Uvalde
انځور: Dario Lopez-Mills/AP/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د جنوبي ايالت ټکساس چارواکو ويلي چې په يوه لومړني ښوونځي کې د سې شنبې ورځې (۲۰۲۲م کال د می ۲۴ نېټې) تر ډزو وروسته ۱۹ ماشومان او دوه لويان وژل شوي دي.

د ټکساس والي ګريګ ايبټ تر دې د مخه ويلي ول چې شکمن بريدګر هم وژل شوی دی او زياته کړې یې وه چې «ګمان کيږي هغه د پوليسو له خوا وژل شوي وي.»

ولسمشر جو بايدن لارښوونه کړې چې پر سپينه ماڼۍ، پوځي پوستو، سمندري کښتيو او د امريکا پر سفارتونو به د امريکا بيرغ «د تشدد د دغه بې معنا پېښې د قربانیانو د درناوي په پار» نيم ځوړند وي.

بايډن چې د پېښې لږ د مخه د آسيا له سفره ستون شوی وو، د سې شنبې په ماښام امريکايانو ته له احساساتو ډکه وينا وکړه.

نوموړي وویل چې د پېښې خبر یې واشنګټن ته د خپل ۱۷ ساعته پرواز پر وخت ترلاسه کړ او «دې ته يې پام شو» چې دا ډول «په ډزو د ډله ایزو وژلو پېښې د نړۍ په نورو برخو کې ډېرې لږ ليدل کيږي. ولې؟»

نوموړي په داسې حال کې چې د امريکا کانګرس په وار وار سره د وسلو د کنترول قانون په تصويبولو کې پاتې راغلی، زياته کړه: «د يوه ملت په توګه موږ بايد وپوښتو چې موږ به کله د خدای نوم اخلو او د وسلو د لابي په مقابل کې به دريږو؟»

USA Washington | Ansprache Präsident Joe Biden nach Angriff auf Schule in Uvalde
ولسمشر جو بايډن د ولسمشر د قوانينو د سختو غږ وکړانځور: Manuel Balce Ceneta/AP Photo/picture alliance

د وسلو د دې ډول قوانينو د تصويب په مخنيوي کې تر ډېره د «ټوپک د ملي ټولنې» په نوم د وسلو د لابي ځواکمنه ټولنه لاس لري.

بايدن وويل: «اوس وخت را رسېدلی دی چې خپل درد په عمل په بدل کړو.»

د يووالد د پېښې جزيات

پېښه د يووالد په کوچني ښارګوټي کې چې څه نا څه ۱۶۰۰۰ کسان پکې ژوند کوي، رامنځته شوې ده. د دې ښارګوټي ډېر اوسيدونکي د جنوبي امريکا له هېوادونو څخه ورغلي کډوال دي او دا ښار له مکسيکو سره د امريکا پولې ته څيرمه موقعيت لري.

د ټکساس والي ګريګ ايبت وويل چې ۱۸ کلن شکمن بريدګر د ښارګوټي اوسېدونکی وو او ګومان کيږي چې يو ټوپک او يوه نيمه اتوماتيکه وسله یې درلودله.

په واشنګټن ډي سي کې د دويچه ويله خبريال سومي سوماسکاندا وويل: «بريد ګر په موټر کې د پېښې ځای ته تللی وو او د موټر تر درولو وروسته یې سملاسي ډزې پېل کړې.»

د نوموړي په حواله په وژل شويو کې د ښوونځي د دويم، درېم او څلورم ټولګي ماشومان شامل دي چې په دې ترتيب د ۷ او ۱۱ کلونو ترمنځ عمرونه یې درلول.

پر پېښه غبرګونونه

د سه شنبې ورځې پېښه د امريکا د کونيتېکټ سیمې په لومړني ښوونځي کې تر پېښې وروسته چې ۲۸ کسان پکې وژل شوي ول، تر ټولو خونړۍ پېښه وه. د ساندي هوک په ښوونځي کې د ډزو دا پېښه کابو لس کاله ترمخه شوې وه.

بايډن وويل: «لس کاله وشول چې زه د کونيتېکټ د لومړني ښوونځي د پېښې پر ضد درېدلی وم... له هغه وخت راهيسې په ښوونځيو کې تر ۹۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوي دي.»

USA Texas | Tote nach Schüssen an der Robb Elementary School in Uvalde
انځور: Marco Bello/REUTERS

د کونیتېکټ ايالت څخه د سنا مجلس غړي کريس مورفي هم په دې ترڅ کې وويل: «موږ نن له يوه بل ساندي هوک سره مخ يو.» هغه زياته کړه: «زموږ ماشومان چې هر وخت په ټولګي کې پښه ږدي، نو ويره ورسره مل وي ځکه هغوی فکر کوي چې بل ځل به هغوی په نخښه کيږي.»

په ټکساس کې دا تازه پېښه تر هغه کابو دوې اونۍ وروسته رامنځته شوې چې يوه سپين پوسته سړي د نيويارک ایالت د دويم ستر ښار بوفالو په يوه مغازه کې لس تور پوستان په ډزو ووژل.

ب. ص/ ن. ز  (AFP, AP, dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: