1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر المان د پاتریوت توغندیو پلورل تائید کړي

۱۴۰۳ مرداد ۲۶, جمعه

پنټاګون ويلي دي چې پر المان باندي د پاتريوت په نوم هوايي دفاع دستګا ۶۰۰ توغنديو پلورل به نه یوازې د المان د ملي دفاع، بلکې له ناټو سره هم مرسته شوې وي. المان له ۲۰۲۲ کال راهیسې اوکراین ته ۳ د پاتریوت دستګاوې ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/4jXLW
Patriot Flugabwehrsystem
انځور: Axel Heimken/dpa/picture alliance

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون د پنجشنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۱۵) په ماښام اعلان وکړ چې امریکا پر المان باندي د پاتريوت په نوم هوايي دفاع دستګا، ۶۰۰ توغنديو پلورل تائیدوي. د دغو توغنديو ارزښت ۵ میلیارده ډالره ښودل شوی دی.

پنټاګون ویلي دي: «دغه په پام کې نیول شوی پلور د ناټو د یوه متحد د امنیت بهترولو ترڅنګ، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت سره هم مرسته کوي، چې په اروپا کې د سیاسي او اقتصادي ثبات له پاره یو مهم ځواک دی.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «دا به د المان د ملي او سیمه ایز دفاع ترڅنګ، د امریکا او ناټو ځواکونو د خپلمنځي همکارۍ له بهترولو سره هم مرسته وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د پلورلو منظوري ورکړې ده، خو د نهایي کیدو له پاره باید د کانګرس تائید هم ترلاسه کړي.

د پاتریوت هوایي دفاع سیستم څه شی دی؟

د پاتریوت په نامه د هوایي دفاع له سیستم څخه تر ۳۰ کیلومتره لوړوالي او ۱۰۰ کیلومتره واټن کې د دښمن د الوتکو او توغندیو د مقابلې له پاره کار اخیستل کیدلی شي.

د سړې جګړې پر مهال له المان سره داسې ۳۶ سیستمونه موجود ول، خو په وروستیو کلونو کې دا شمیر کم شوی دی.

د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته برلین کیف ته د پیتریوت درې دستګاوې تحفه کړې. اوس د المان دفاعي ځواکونه یوازې ۹ دغه دستګاوې لري.

د یونان، هالنډ، پولنډ، رومانیا، هسپانیا او سویډن په ګډون په نورو اروپايي هیوادونو کې هم د پیتریوت سیستم موجود دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب