1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان اوکراين ته دريم پاتريوت سيستم هم ورکړی دی»

۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر له خپلو متحدینو څخه په وار وار د دافع هوا سیستمونوغوښتنه کړې ده. آلمان اوس دريم پاتريوت سيستم هم اوکراين ته سپارلی دی.

https://p.dw.com/p/4iZnJ
Selenskyj vor einer Patriot-Startrampe
انځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

اوکراین د روسیې د برید پر وړاندي خپله هوايي دفاع پیاوړې کړې ده او ځان اوس یو څه ډاډمن احساسوي. د اوکراين ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي  په خپله ماښامنۍ ویډیويي وینا کي وویل: «د جرمني پاتریوت سیستم راورسید.»

آلمان اوکراین  ته د هوايي دفاع درې سیستمونه ورکړي دي چي د زیلنسکي  په حواله دریم سیستم یې فعال کیدو ته آماده دی.

زیلنسکي خپل د خبرو په دوام وویل: «موږ به په دې وتوانیږو چي په هوا کي نور کارونه هم وکړو. طبعاً چي ډیر کارونه لا په مخکی دي او د ځان ساتني گرانټي نسته، خو بیا هم دا د اوکراین له پاره یوه بریا ده.» 

زیلنسکي په تیرو اونیو کي په بیا بیا ټینگار کاوه چي اوکراین د خپل فضايي حریم د پراخ محافظت له پاره لا زیاتو دافع هوا سیستمونو ته اړتیا لري. هغه له شپږو څخه تر ۲۵ پاتریوت سیستمونو څخه خبره کوله. دا چي تر اوسه پوري څومره سیستمونه نوموړي هیواد ته انتقال سوي او آیا ټول آماده دي، په دې هکله معلومات نسته.

روسیه، پر اوکراین باندي په وار وار نوي هوايي بریدونه کوي.

په دې ډول د اوکراین  د الوتکو ضد سیستم، په اصطلاح په کامیکاز ډرون سره ازمویل کیږي.

روسیې له څه د پاسه دوو کلونو راهیسي پر اوکراین یرغلیزه جگړه پیل کړې ده. په دغه جگړه کي روسي  ځواکونه هم ملکي او هم پوځي هدفونه تر برید لاندي نیسي.

GP/NZ/AG