1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اماراتو ته د سراج الدین حقاني د سفر موخه څه ده؟

محمد کریم صالح
۱۴۰۳ خرداد ۱۶, چهارشنبه

د ابو ظبې حاکم د طالبانو د کورنيو چارو له وزیر سراج الدين حقاني، سره کتلي دي. حقاني اوس هم په يوه حمله کې چي يو امريکا يي پکښي ووژل شو د امريکا تر تعقيب لاندي او پر سر يې ۱۰ ميليونه ډالره انعام ټاکل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4gfGv
د متحدو عربي اماراتو د ابو ظبي رهبر شیخ محمد بن زاید النهیان، د طالبانو د کورنيو چارو له وزیر سراج الدين حقاني، سره کتلي دي
د متحدو عربي اماراتو د ابو ظبي رهبر شیخ محمد بن زاید النهیان، د طالبانو د کورنيو چارو له وزیر سراج الدين حقاني، سره کتلي ديانځور: WAM/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د راپورونو له مخي، د ابو ظبي حاکم شیخ محمد بن زاید النهیان، د طالبانو د کورنیو چارو له وزير سراج الدين حقاني سره د اماراتو په قصر الشاطي ماڼۍ کې ليدلي دي او د دغې کتنې انځورونه ېې خپاره کړي دي.

سراج الدین حقاني د طالبانو د کورنيو چارو وزير تر څنګ د حقاني شبکې مشر هم دی. حقاني شبکه د افغانستان د پخواني حکومت پرمهال په ځینو تر ټولو خونړیو حملو تورنه ده.

امارات او طالبان څه وايي؟

په رپوټ کې راغلي دي چې «دواړو خواوو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر غښتلتیا، دوه اړخیزو منافعو او د سيمه ايز ثبات ته پر ګټه رسوونکو لارو چارو خبرې کړي دي.» زیاته شوې ده چې د ناستې بحثونه پر اقتصادي او پراختيايي موضوعاتو او همدارنګه په افغانستان کې د بيارغونې او پراختیا د بهیر پر ملاتړ متمرکز ول.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد، پر اکس شبکې ليکلي دي چې په دغه کتنه کې له حقاني سره د طالبانو د استخباراتو ادارې سرپرست مولوی عبدالحق واثق، هم مل دی او د غونډي انځورونه ېې خپاره کړي دي.

خو پوښتنه دا ده چې څنګه د يوې جنګي شبکې مشر چې امریکا يې د نيولو پر سر تر لس ميلیونه ډالرو پورې انعام ټاکلی دی، کولی شي د متحدو عربي اماراتو په څېر ېو هېواد ته سفر وکړي او د هغه له یو رهبر سره ګوري؟

امریکا متحده ايالاتو پر حقاني دغه انعام پر امریکايي اتباعو او نورو حملو کې د هغه د ښکېلتيا په دليل اعلان کړی دی.

سراج الدین حقاني په خپله هم تائيد کړې ده چې د ۲۰۰۸م کال په جنوري کې يې د کابل پر سرینا هوټل د یو برید پلان جوړ کړی وو. په دغه برید کې د یو امريکايي په ګډون شپږ کسان ووژل شول.

له بله لوري تراوسه پوري هيڅ هيواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلی، خو څه ناڅه تعاملات شته.

«امريکا غواړي طالبان خپل کسان وښيي»

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي چې اماراتو ته د حقاني سفر او د ابوظبي له چارواکو سره ېې کتنه له امریکا پټه خبره نه ده او د اماراتو چارواکي هم د امریکا له اطلاع پرته داسې یو کار نه کوي.

فرهادي دویچه ويله ته وويل، د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، مخکې څو ځله بایدن ته پېغور ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ېې د بګرام هوايي اډه له لاسه ورکړه، خو بایدن اوس د انتخاباتو په درشل کې غواړي عین پېغور ترمپ ته ورکړي او هغه ته وښيي چې دغه اډه د کابل په اختیار کې ده: «امریکا غواړي ثابته کړي چې په افغانستان کې راغلی حکومت داسې حکومت نه دی چې د امریکا پر ضد وي، بلکې ځېنې داسې کارونه هم کوي چې د امریکا له پاره دي.»

ترمپ هغه په خپلو خبرو کې د بګرام هوايي ډګر چين ته د نژدې والي په خاطر، د امریکا له پاره یو ډېر ستراتيژيک ډګر ښودلی وو. فرهادي وايي: «ډېر امکان شته چې امارات له کابل سره د بګرام هوايي اډې په تړاو قرارداد وکړي او په هغه کې د سوداګرۍ په څېر موضوعات یاد شي تر څو امریکا وښيي چې بګرام د چینایانو لاس ته نه دی لوېدلی او هلته امارتیان کار کوي.»

طالبان پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د کار او تعلیم په ګډون مختلفو برخو کې یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي
طالبان پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو د کار او تعلیم په ګډون مختلفو برخو کې یو لړ محدودیتونه وضع کړي ديانځور: Wakil Kohsar/AFP

«د طالبانو او اماراتو تر منځ د نوو قردادونو امکان»

فرهادي وايي د دې امکان شته چې متحد عربي امارات له طالبانو سره د هوايي ډګرونو په تړاو یو لړ قراردادونه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې چين پر افغانستان د طالبان له بیا واکمنېدو راهیسې د طالبانو له حکومت سره نژدې اړيکې برقراره کړي دي.

سراج الدین حقاني د طالبانو د حکومت یو مهم غړی دی.طالبان له ۲۰۲۱م کال راهیسې پر افغانستان حاکم دي او په دغه موده کې ېې د کار او تعلیم په ګډون پر ښځو یو لړ محدودیتونه لګولي دي چې تل پرې د نړېوالې ټولنې او بشري سازمانونو له خوا نيوکې شوي دي.

«د بشري حقونو خبرې مهمې نه دي»

خو فرهادي وايي د «بشري حقونو موضوع د بهرنيو هېوادونو له پاره دومره مهمه نه ده، هغوی دا خبره په خپلو لاوډسپيکرونو کې کوي، خو مهمه ورته نه ده.»

نوموړي وويل: «که چېرته اوس حقاني د امریکا له پاره یو داسې کار وکړي چې د بایدن ادارې له پاره مهم وي، په هغه صورت کې امریکا [اعلان شوې] جایزه په خپل حال پرېږدي او نه ېې عملي کوي» ځکه خو د دا ډول یو سفر ضرورت وو.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد احمد سعيدي هم ورته نظر لري. هغه دویچه ويله ته وويل چې د حقاني دغه سفر د امریکا او اماراتو په توافق شوی دی چې درې مهمې موخې لري.

لومړی دا چې متحد عربي امارات او قطر په خپلو کې شدید رقابت لري په دې اساس، امارات له طالبانو سره د قطر د چارواکو نژدې اړيکې نشي زغملی. په همدې دلیل اماراتو «وغوښتل تر څو د طالبانو له یوې برخي سره چې مشري ېې سراج الدین حقاني کوي، اړيکي رامنځ ته کړي.»

امارات ويلي چې د ناستې بحثونه پر اقتصادي او پراختيايي موضوعاتو او همدارنګه په افغانستان کې د بيارغونې او پراختیا د بهیر پر ملاتړ متمرکز ول
امارات ويلي چې د ناستې بحثونه پر اقتصادي او پراختيايي موضوعاتو او همدارنګه په افغانستان کې د بيارغونې او پراختیا د بهیر پر ملاتړ متمرکز ولانځور: ABDULLA AL-BEDWAWI/AFP

«له اشرف غني سره د حقاني ملاقات»

سعيدي وايي د دغه سفر بل هدف دا دی چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني، په اماراتو کې دی چې اوس ېې له امرالله صالح سره د ولسمشرۍ دورې موده بشپړه شوې ده: «ښايي د حقاني او اشرف غني تر منځ یو ملاقات وشي او اشرف غني دې ته اماده شي چې له ولسمشرۍ څخه خپله استعفا رسماً اعلان کړي تر څو طالبان د خپل حاکمیت مشروعیت ته یو څه ورنژدې شي.»

سعيدي وايي د حقاني د سفر دریم هدف د امريکا له خوا هغه ته د معافیت اعلانول دي. امریکا به نړېوالو ته وښيي چې د حقاني د نيولو له پاره اعلان شوی انعام او پر ضد يې د امریکا اعلان شوي اقدامات نه عملي کيږي، «حقاني به نور خوندي او هېڅ ډول ګواښ ورته متوجه نه وي.»

د اماراتو او طالبانو پخوانۍ اړېکې

متحدو عربيٍ اماراتو طالبانو په لومړۍ دوره کې هم یو ديپلوماتيک ماموریت خلاص کړی وو. حاضر دمه هم د اماراتو دوه ارزان بیه هوايي شرکتونه، ایر عربیه او فلای دوبی د کابل نړېوال هوايي ډګر ته پروازونه کوي. پر دې سربيره د طالبانو ادارې د کابل د هوايي ډګر د امنیتي چارو قرارداد هم د اماراتو له یوه شرکت سره کړی دی.

رويترز خبري آژانس لیکلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، متحدو عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني د سفر په هکله د دوی پوښتنې ته په سملاسي توګه ځواب نه دی ورکړي.

(mks/Reuters)nz

له آرشیف څخه (13.08.2022): 

محمد کریم صالح د آلمان په بن ښار کې د دویچه ویله خبریال
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل