1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په قزاقستان کی د ترهگرۍ له لیست څخه د حذف هرکلی کړی

۱۴۰۳ خرداد ۱۵, سه‌شنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ترهگرو ډلو له لیست څخه د دغې ډلې د ایستلو په هکله د قزاقستان د پریکړې هرکلی کړی دی او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو د لاښه کیدو په برخه کي د دغه هیواد له خوا «لومړی گام» وباله.

https://p.dw.com/p/4gcwk
Kassim-Schomart Tokajew Empfang Berlin
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایفانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

رسنیو د قزاقستان د جمهوري ریاست د خبرپاڼي په حواله رپوټ ورکړی دی چي د هغه هیواد ولسمشر قاسم جومارت توکایف، طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړ څخه لیري کړي دي.

د قزاقستان د رسنیو د رپوټونو له مخي، د هغه هیواد ولسمشر دغه پریکړه د ډله ایز امنیت تړون سازمان د پارلماني شورا په غونډه کې اعلان کړې ده.

قاسم جومارت توکایف، ویلی دي: «قزاقستان د طالبانو حکومت، له عصري افغانستان سره د تجارتي او اقتصادي همکاریو د پراخیدو د اهمیت او د هغه درک له امله چي طالبان یو اوږدمهاله واقعیت دی، د ترهگرو ډلو لهليست  څخه لیري کړی دی.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د قزاقستان د ولسمشر د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

په دغه اعلامیه کي راغلي دي:« د بهرنیو چارو وزارت دغه گام ته، د اسلامي امارت په اړه د قزاقستان په درک کي د یوه مهم پرمختگ او په دوه اړخیزو اړیکو کي د پرمختگ په وړاندي د یوه خنډ د لیري کولو په سترگه گوري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کي راغلي دي چي قزاقستان په سیمه کي د افغانستان یو مهم تجارتي او اقتصادي ملگری دی او دغه پریکړه به د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پرمختگ او لا ډیرو اقتصادي همکاریو له پاره لار پرانیزي.

دا لا معلومه نه ده چي قزاقستان په دقیق ډول څه وخت طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړ څخه لیري کړي دي، دا ځکه چي د قزاقستان چارواکو مخکي په جنوري میاشت کي هم ویلي وه چي طالبان یې د ترهگرو  ډلو له فهرست څخه لیري کړي دي.

په دې وروستیو کي روسیې هم اعلان کړی دی چي غواړي طالبان د ترهگرو ډلو له لیست څخه لیري کړي. د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، ته مشوره ورکړې ده چي کولای سي طالبان له دغه نوملړ څخه لیري کړي، خو تر اوسه پوري دغه هیواد په عملي ډول خپله دغه پریکړه نهايي او اعلان کړې نه ده.

GP/NZ/Sirat