1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: په يوه مهاجر کمپ کې اور لګیدنه رامنځته شوې

۱۴۰۳ تیر ۱۹, سه‌شنبه

د پولیسو د معلوماتو له مخې د المان په نیدرزاکسن ایالت کې د پناه غوښتونکو په استوګنځای کې د اور لګیدنې په پایله کې یو کس وژل شوی او د دوو پولیسو په ګډون شل تنه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4i3qq
Deutschland Hamburg | Feuer in Flüchtlingsunterkunft in Winterhude
آرشیف انځور: اور وژونکې عمله د هامبورګ د مهاجرو په یوه کمپ کې د اور وژنې د عملیاتو پر مهالانځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای میاشتې ۸) د المان د نیدرزاکسن ایالت د بوخهولڅ ښار په نورهایده سیمه کې د پناه غوښتونکو په یوه کمپ یا استوګځای کې د یوې چاودنې له امله د اور لګیدنې په پایله کې یو کس وژل شوی دی.

د نیدرساکسن ایالت د کورنیو چارو وزارت په وینا په دې پېښه کې ۲۰ کسان ټپیان شوي هم دي چې د یوه پولیس ټپونه جدي ښودل شوي دي.

د اور لګیدنې د مهارولو او ژغورنې عملیات د دوشنبې تر غرمې وروسته پای ته ورسیدل. د اورلګیدنې د خطر په اړه د خبر ترلاسه کولو سمدستي وروسته پولیسو د پيښې ځای ته ځان ورسولو.

د پولیسو په حواله یو پولیس او یوه همکاره یې د پناه غوښتونکو د استوګنځای له دوو کارمندانو سره یوځای د پناه غوښتونکو دغه استوګنځای ته ور ننوتل چې د پترولو بوی پکې احساس کیده. لږ وروسته په ناببره توګه د چاودنې غږ واوریدل شو او په پایله کې یې اورلګیدنه رامنځته شوه.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د شدید ټپي شوي پولیس ترڅنګ د هغه یوه همکاره، د استوګنځای یو کارمند او همدارنګه په دغه ودانۍ یو شمېر نارينه او ښځي اوسیدونکي [پناه غوښتونکي] ټپیان شوي دي. د یوه کس مړی موندل شوی دی چې هویت یې تر اوسه پورې نه دی تثبیت شوی.

د ژغورنې عملې د معلوماتو له مخېپه دې ساختمان کې د استوګني ۳۰ کانتینرونه موجود دي. د نیدرزاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیرې دانیلا بیرنز، د یوې ویروونکې پيښې خبره کړې ده.

تر اوسه پورې د دې پيښې د رامنځته کیدو علت معلوم نه دی. پولیس او د اور وژنې څارونکي په دې اړه څېړنې کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب