1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د «آیفل» د مهاجرینو په کمپ کي سخته اورلګیدنه

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

د جرمني د نورد راین ویستفالن ایالت د آیفل سیمي د مهاجرینو یو کمپ اور اخیستی او له کبله يې ډیری مهاجر سوځیدلي او ټپيان سوي دي. د دغي اورلګیدني علت لا تر اوسه پوري معلوم نه دی.

https://p.dw.com/p/3oZdU
Griechenland Brand im Flüchtlingslager auf Samos
انځور: Michael Svarnias/AP Photo/picture alliance

د آیفل سیمي د دغي پخوانۍ عسکري قرارګاه څخه چي په اوس وخت کي د مهاجرینو د یوه کمپ په توګه ترې استفاده کیږي، اور لګیدلی دی. د جرمني په نورد راین ویستفالن ایالت کي د کلا غوندي دغه ودانۍ د بین المللي سره صلیب تر نظارت لاندي ده او اوس پکښي تقریباً ۲۳۰ مهاجرین ژوند کوي.

د پولیسو په حواله د دغي اورلګیدني په سبب ډیری مهاجرین سوځیدلي او ټپيان سوي دي. زياته سوې چي د اورلګیدني علت لا تر اوسه پوري معلوم نه دی، خو اور د کمپ په يوه بلاک کې چې ۲۰ مهاجرین پکښې ژوند کوي، لګيدلی دی. وروسته بیا اور په ډیري چټکۍ سره په ټول کمپ کې خپور شوی.

د مختلفو ناحیو څخه ژغورونکي قواوي دغه کمپ ته رسیدلي او د هغوی تقریبأ ۱۰۰ کسان د اور په وژلو کي مرسته کوي.