1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کډوالو کمپ کې اورلګېدنه قصدي بريد ښکاري

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

د آلمان په باوڅن ښار کې د کډوالو يوه استوګنځي کې اورلګېدنه يو قصدي بريد ښکاري. د زاکسن آيالت د کورنيو چارو وزير هم نن يادې سيمې ته ورځي څو وضعيت له نژدې څخه وويني.

https://p.dw.com/p/4IpJi
د باوڅن ښار د کډوالو استوګنځای اوس تړل شوی دی
د باوڅن ښار د کډوالو استوګنځای اوس تړل شوی دیانځور: Paul Glaser/dpa-Zentralbild/picture alliance

د باوڅن ښار د کډوالو په يوه استوګنځي کې تر بريد وروسته د جرمني د زاکسن آيالت داخله وزير، آرمين شوستر، د شنبې په ورځ (۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۹مه) غواړي چې وضعيت له نژدې څخه وڅاري. يوه ورځ تر مخه د جمعې په ورځ سهار وختي د »شپرې هوټل« په نوم يوه پخواني هوټل کې د لومړنيو پلټنو له مخې عاملينو ښيښې ماتې کړې وې او له دې وروسته اور لګېدلی وو.

د زاکسن آيالتي حکومت دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی. ايالتي لومړي وزير ميشايل کرېچمر دغه عمل د کرکې وړ وباله او ويې ويل چې د پېښې روښانول اوس »تر ټولو زيات لومړيتوب« لري.

ټاکل شوې وه چې په دغه استوګنځي کې به راتلونکې اوونۍ کډوال مېشت شي. څلور هغه کسان چې په دغه ودانۍ کې يې شپه تېره کړې وه، روغ پاتې شوي دي.اروپا ته پر لاره تر ۵۰۰۰ زره ډېر کسان مړه سوي دي

د باوڅن ښار د معلوماتو له مخې ياد کسان د هوټل د مالک کارکوونکي ول.

دغه پخوانی هوټل چې د ښار په څنډه کې د اوبو د بند يوه مصنوعي جهيل ته څېرمه پروت دی، يو خصوصي څښتن لري او د کارګرانو د يوې موسسې له خوا چلول کيږي. په دغې ودانۍ باندې په ۲۰۱۶ کال کې هم د بريد يوه هڅه شوې وه.

د آيالتي جنايي چارو د پلټنې ادارې په حواله دغه ودانۍ او شاوخوا يې تړل شوې ده او د اورلګېدنې د لامل په هکله پلټنې پيل شوې دي.ترکیه: د کښتۍ د ډوبولو په تور يو تن په زر کاله بند محکوم شوی

ټاکل شوې وه چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به لومړني ۳۰ تنه کډوال دلته ځای پر ځای کړل شي.

د کډوالو دغه کورنۍ له سوريې، شمالي مقدونيې، ترکيې، افغانستان، ګرجستان او روسيې څخه دي.

DPA/ن.ص./ا.ا.