1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان خبریالانو ته یو له خطرناکو هيوادونو څخه دی»

۱۴۰۲ دی ۱۱, دوشنبه

بې پولې خبريالانو په خپل نوي راپور کې د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د خبريالانو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويتنام، افغانستان او روسيه يې د خبريالانو له پاره تر ټولو خطرناک هيوادونه بللي دي.

https://p.dw.com/p/4am8L
آرشیف انځور، په افغانستان کې د تلویزیون یوه نطاقه
آرشیف انځور، په افغانستان کې د تلویزیون یوه نطاقهانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

بې سرحده خبريالانو او يو شمېر نورو بنسټونو چې د خبريالانو ملاتړي دي، د ۲۰۲۳م کال تر پايه په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو د وضعيت په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د یکشنبې په ورځ د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه د یوه نوي راپور په خپرولو سره اندېښنه څرګنده کړه.

دغه سازمان ویتنام، روسیه او افغانستان د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک هېوادونه نومولي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان د راپور پر بنسټ، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته ازادې رسنۍ بندې کړې او خبریالان یې د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ، طالبانو تر اوسه په دغه هېواد کې ۲۱ خبریالان نیولي، چې درې خبریالان لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي. د بې پولې خبریالانو سازمان همدا راز زیاتوي چې په ویتنام کې په ۲۰۲۳م کال کې شاوخوا ۴۳ خبریالانو لږ تر لږه ۴۸ ساعتونه په توقیف کې تیر کړي او دا مهال ۳۶ خبریالان په توقیف کې دي.

په روسیه کې هم د رسنیو او ازادو خبریالانو پروړاندې د دښمنۍ فضا موجوده ده. د بې پولې خبریالانو د شمېرو پر بنسټ، په تېرو دولسو میاشتو کې ۳۴ خبریالان نیول شوي، چې ۲۹ یې لا هم په بند کې دي.

چين هم تر ټولو زيات بنديان شوي خبريالان لري او اوس په دغه هېواد کې ۱۲۱ خبريالان بنديان دي.

په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت

د خبریالانو د ملاتړ یوې موسسې هم په یوه راپور کې په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو پر وضعیت خبرې کړې دي. دغه سازمان ویلي دي چې ایران او پاکستان د افغان خبریالانو له پاره د ویرې او هیلې ترمنځ په برزخ بدل شوی دی.

دغه سازمان ویلي دي، هغه افغان خبریالان چې دطالبانوتر واکمنۍ وروسته یې په ایران او پاکستان کې پناه اخیستې ده، یوه ناڅرګنده راتلونکې لري او هره شیبه له شړلو، سپکاوي او تحقیر سره مخ دي.

د دغه سازمان موندنې ښيي چې په پاکستان او ایران کې افغان خبریالان له زیاتېدونکو اقتصادي ننګونو او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د دغه سازمان د شمېرو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې څه باندې ۲۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د بندیزونو او خبرداریو له امله ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته تښتېدلي دي.

یو شمېر دغه خبریالان چې په ځینو لویدیځو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه منل شوې او د همدغه هېوادونو په غوښتنه پاکستان ته تللي، هلته په یو نامعلوم او بې سرنوشته حالت کې ژوند تیروي.

د افغان خبريالانو د سازمان نوې موندنې هم ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې د رسنيو د فعاليت په اړه۱۴ فرمانونه صادر شوي چې ډېر يې په ٢٠۲٣م کال کې وو.

دا محدودیتونه د رسنیو په پراخو برخو کې دي، چې په ملي راډیو او ټلویزیون کې د ښځو له کار کولو منع کول، د مظاهرو او مدني اعتراضونو د خبري پوښښ منع کول، د خبرونو په چمتو کولو، خپرولو او راپور ورکولو کې پراخ  محدودیتونه یې هم برخه دي.

طالبانو همدا رنګه یو شمېر نور بندیزونه هم لګولي چې له ډلې یې د موسيقۍ پر خپرولو بنديز، د ښځو د مخ پټول، په ډرامو او د رسنيو په تفريحي پروګرامونو کې د ښځو پر حضور بنديز، په رسنيو کې د ښځو او نارينه وو جلا کول او له ښځو سره د ښځو مرکې او نارینه وو سره د نارینه وو مرکې یې د بندیزونو مهمې بڼې دي.

طالبانو د خبریالانو د وضعیت په اړه د افغانستان د خبریالانو د مرکز راپور رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور د خپرېدو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې پر رسنیو او خبریالانو هېڅ ډول فشار نه دی راغلی.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب