1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديافغانستان

نی: طالبانو په کندهار کې ۳ خبریالان نیولي دي

۱۴۰۲ مرداد ۲۳, دوشنبه

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی ویلي چي د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې د طالبانو استخباراتو ریاست تیره ورځ ناوخته درې تنه خبریال نیولي دي.

https://p.dw.com/p/4V8Eg
Afghanistan | Journalisten
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی ویلي چي د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې د طالبانو استخباراتو ریاست تیره ورځ ناوخته درې تنه خبریال نیولي دي.

په دې خبریالانو کې د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر، د اطلاعات روز خبریال وحیدالرحمن افغانمل او شمس الله عمري دي. په کندهار کې ځینو سرچینو ویلي دي چې دغه خبریالان نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

 

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه موضوع تائید کړې او ویلي يې دي چې په دې وروستیو اونیو کې د خبریالانو په تړاو تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د ۶۰۰ افغان خبريالانو پرانیستی لیک

د نی په خبره چې په په تیره یوه اونۍ کې د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو دا ۸ مه پېښه ده.

تیره اونۍ په پکتيا کې د اريانا تلوېزيون سيمه ايز خبريال حبيب ‌الله سراب، په ننګرهار کې د کليد راډيو د دفتر مسئول فقير محمد فقيرزی او د دغه رسنۍ خبریال جان اغا صالح او په کندز کې د سلام وطندار راډيو سيمه ايز خبريال حسيب حساس هغه خبریالان دي چې د پنجشنبې ورځې راهیسې نیول شوي دي.