1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د خبریالانو د نېول کېدو پر دوام د یوناما نېوکه

۱۴۰۲ مرداد ۲۷, جمعه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ویلي دي چې واکمنې ډلې په تېرو لسو ورځو کې په شپږو ولایتونو کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نېولي دي.

https://p.dw.com/p/4VJxp
د رسنیو نړېوال مدافع بنسټونه وايي، چې افغانستان کې د رسنیو په کار محدودیتونه ډېریږي
د رسنیو نړېوال مدافع بنسټونه وايي، چې افغانستان کې د رسنیو په کار محدودیتونه ډېریږيانځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې خبریال مرتضی بهبودي او د نجونو د زده کړو فعال مطیع الله ویسا د روان کال په لومړیو کې نېول شوي چې لاهم د طالبانو په بند کې دي.

یوناما زیاته کړې: «یوناما د نړیوالو قوانینو له مخې واکمنو چارواکو ته د دوی مکلفیتونو وریادوي چې د نظر او بیان ازادۍ ته درناوی، ساتنه او وده ورکړي.»

ملګرو ملتونو ټینګار کړی دی چې نېول شوي کسان باید د کورنیو له غړو او مدافعل وکیل سره د لېدنې حقونه ولري او باید په دې وپوهول شي چې د کومو تورونو پر بنسټ نېول شوي؟

طالبانو تېره اونۍ په کندهار کې درې خبريالان تر هغه مخکي په ننګرهار کې دوه خبریالان ونېول چې بیا وروسته کندز ولایت کې د دوو نورو خبریالانو د نېول کېدو خبر هم ورکړل شو.

د بې پولې خبریالانو سازمان تېره ورځ اعلان کړی چې طالبانو په تېرو لسو ورځو کې ۹ خبریالان نېولي دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

له دغو نېونو وړاندې ۴ خبریالان وار له مخه د طالبانو په بند کې دي.

په همدې حال کې د خبریالانو خوندېتوب کمیټې په یوه رپوټ کې ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست راهیسې ۶۴ خبریالان نېول شوي.

دې کمېټه زیاته کړې چې د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو سره سم په افغانستان کې د رسنیو ځپل، محدودول او سانسورول ډېر شوي. دغه راز طالبانو په ښځینه خبریالانو هم محدودیتونه ډېر کړي دي.