1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنرآسیا

افغان هنرمندان په ایران او پاکستان کي په درنو کارونو بوخت دي

محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبه

په افغانستان کي د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یو شمیر هنرمندان او سندرغاړي له هیواده ووتل. له دغو هنرمندانو څخه يې ډېری په ایران او پاکستان کي په درنو کارونو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/4Ih2b
ايران: د نساجۍ په برخه کې کار
ايران: د نساجۍ په برخه کې کارانځور: Sajjad Begzad

له دې ډلي یوشمیر هنرمندان پر ارپايي هیوادونو سربېره امریکا او کاناډا ته کډوال سوي، خو ځیني يې بیا په ایران او پاکستان کي له خپل مسلک څخه خلاف په درنو کارونو بوخت دي. 
احمد غلامي د بامیان ولایت یو تن سیمه ییز سندرغاړی ؤ، هغه یوه لسیزه له دمبورې او دوتاري سره په سیمه کي خلکو ته سندري ویلې او د خوښيو په مجلسونو کي به يې خلکو ته د خپل هنر ننداره وړاندي کوله. 

اړوند:افغان موسیقي ږغوونکي ته د اغا خان بنسټ د موسیقۍ جايزه ورکوله کيږي
ښاغلی غلامي وايي، په بامیان ولایت کي د طالبانو د ګواښونو له لاسه اړ سو، چي ایران ته وتښتي، هغه وايي: «اته میاشتي کېږي، چي د ډبرو پرې کولو په یو شرکت کي په دنده بوخت یم او لږ عواید په لاس راځي، په بامیان کي مي د کورنۍ اقتصادي حالت ښه نه دی، هغوی ته پيسې لېږم.»
په افغانستان کي په دې وروستیو شلو کالو کي ډېری ځوانانو بېلا بېلو فرهنګي او هنري څانګو ته مخ اړولی ؤ، هغوی په دې برخه کي د پام وړ لاسته راوړني هم درلودې او له دې لاري يې د ژوند اقتصادي چاري په ښه ډول پرمخ رواني وې، خو  د ۲۰۱۲م کال د اګسټ په میاشت کي یوار بیا پر افغانستان د طالبانو تسلط، موسیقي ږغول او سندري ویل «حرام» وګڼل او منع يې کړل. 

 طالبانو تر واکمنېدو وروسته يو شمير هنرمندان له افغانستانه کډه شوي دي
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته يو شمير هنرمندان له افغانستانه کډه شوي ديانځور: Javed Tanveer/AFP

اړوند:د طالبانو تر سیورې لاندې د محلي سندرغاړو ژوند
حفیظ الله اختیار زاده یو بل بامیانی سیمه ییز سندرغاړی او فلم جوړونکی ؤ، یوکال کېږي، چي له هیواده وتلی او په ایران کي په درنو کارونو بوخت دی.  
ښاغلی اختیار زاده وايي: «د کوټې لوړه کرایه اود پیسو نشتوالی د دې سبب سوی دی، چي په لږ تنخوا کار وکړم.»
یوشمیر فرهنګیان وايي، ګاونډي هیوادونه افغان هنرمندانو ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

 
سید انور ازاد یوبل افغان هنرمند په هیواد کي د فرهنګي زمینې د نشتوالي له امله اړ سوی، چي پاکستان ته کډه په شا کړي، هغه وايي د کار د نشتوالي له امله له زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

ډيری افغان هنرمندان پېښور ته کډه شوي
ډيری افغان هنرمندان پېښور ته کډه شويانځور: Faridullah Khan/DW

اړوند: له سلو ډير افغان موسيقي غږونکي او هنرمندان قطر ته رسېدلي
ښاغلی ازاد زیاتوي: «په افغانستان کي حالات بدل سوی دي او هنرمندان اړ دي، چي د اقتصادي ستونزو  له لاسه درانه کارونه وکړي.» 
په افغانستان کي د هنرمندانو د ژوند او فرهنګي چارو په اړه د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت مسؤلان مرکې ته چمتو نه سول، خو د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د راپورونو پر بنسټ، موسیقي «حرامه» ګڼل سوې او موټروانانو ته امر سوی دی، چي په موټرونو کي د موسیقۍ له خپرولو او ږغولو ډډه وکړي. 
پردې سربېره د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي یوشمیر محصلانو رسنیو ته ویلي، د طالبانو له راتګ څخه وروسته د کابل پوهنتون د بیا پرانیستل کیدو پرمهال طالبانو د پوهنځي له دېوالونو د انسانانو او حیوانانو نقاشي سوي انځورونه پاک کړي دي.