1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان موسیقي ږغوونکي ته د اغا خان بنسټ د موسیقۍ جايزه

شکیلا ابراهیم خیل | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

افغان رباب ږغوونکی داؤد خان سدوزی هم د نورو اسیايي او افریقايي هنرمندانو ترڅنګ د اغاخان بنسټ د موسیقۍ د سږنۍ جایزه ګټونکو په ليست کي شامل دی. هغه د افغانستان د پېژندل سوي رباب ږغوونکي استاد محمد عمر له شاګردانو څخه دی.

https://p.dw.com/p/4HzSC
افغان رباب ږغوونکی داؤخان سدوزی
انځور: Aga Khan Foundation

اغا خان بنسټ د رواني میاشتي پر شپږمه، د ۲۰۲۲ م کال د موسیقۍ په برخه کي د جایزې ګټونکو لړلیک خپور کړ. 
د دغه بنسټ په یوې خبرتیا کي راغلي دي چي کسان يې ځکه د جایزې وړ ګڼلي دي، چي په ټولنیزو او د چاپیریال ساتني د برخو ترڅنګ يې په خلکو کي د سیمه ییزي موسیقۍ د لا باور زیاتولو لپاره هم ډېري خولې توی کړي دي. 
 اړوند: د طالبانو تر سیورې لاندې د محلي سندرغاړو ژوند
د افغانستان وتلی رباب وهونکی یا ږغوونکی داود سدوزی هم د اغاخان بنسټ لخوا د ۲۰۲۲م کال د موسیقۍ په جایزه ګټونکو کي شامل دی. په دې ډله کي لس تنه سندرغاړي او موسیقۍ ږغوونکي د هندوستان، ایران، مالي، موریتانیا، اندونیزیا، بریټانیا، تانزانیا او پاکستان هیوادونو څخه برخه لري. 

د دې جایزې ګټوونکي به په ټولیز ډول ۵۰۰ زره ډالر ترلاسه او د خپل مسلک په برخه کي به ګټور لګښتونه ورڅخه پوره کړي، د بېلګي په ډول: د نویو هنري اثارو پنځونه، د هنرمندانو د ثبت او مدیریت، د موسیقۍ د ساتني او خپرولو تړونونه، د موسیقۍ په برخه کي د تجربوي ښوونیزو نوښتونو ملاتړ او د ارشیف لپاره تخنیکي او مسلکي مشورې او لارښووني شامل دي. 

په دغه لیک لړ کي د پاکستان خیبر پښتونخوا پېژندل سوې سندرغاړې زرڅانګه د پښتو ولسي ادب ملکه نومول سوې ده. 

اړوند: د طالبانو د راتګ يوکال؛ د افغان هنرمندان له کړاونو ډک ژوند

په دې خبرتیا کي راغلي دي: « موسیقۍ د یوې فرهنګي هستې په ډول خپل رول لوبولی او په خپل وار سره يې د ټولنیز ژوند احساس او د هویت په ژوندي ساتلو کي خپله دنده سرته رسولې ده.»
د یادي اعلامیي پر بنسټ، سږکال د موسیقۍ په برخه کي دغه جایزه ګټوونکي د ۴۰۰ کسانو له منځه غوره سوي دي. 

افغان وتلي رباب ږغوونکي داؤد خان سدوزي، له تاندي ځوانۍ څخه په کابل کي رباب ږغول پيل کړي او په ۱۷ کلنۍ کي يې په افغانستان کي د یويشتمۍ پيړۍ په ورستیو کي له پېژندل سوي رباب ږغوونکي خدای بخښلي استاد محمد عمر سره شاګردي پیل کړې وه. 
داؤد خان سدوزی د خپل استاد له مړیني وروسته المان ته راکډوال سو او په انجینرۍ  برخه کي يې لوړي زده کړي وکړې. 

هغه وروسته هندوستان ته ولاړی، هلته يې د هغه ځای د موسیقۍ له مشهور استاد امجدعلي خان سره ډېر کلونه شاګردي وکړه.  

سدوزی اوس د المان په کولن ښار کي اوسي او ځوانانو ته موسیقي ورښيي. 

اړوند: 
نوموړي پر دې سربېره په ټوله اروپا کي په انفرادي او د نړيوالو ډلو سره د موسقۍ په جشنونو کي هم ګډون کړی دی. 
د اغا خان بنسټ په اعلامیه کي ټینګار سوی، چي د دغه بنسټ لخوا د ۲۰۲۲م کال د موسیقۍ جایزه له دې امله داؤد سدوزي ته ورکول کېږي، چي ده په نړۍ کي د افغان موسیقۍ د ساتني او ودي په برخه کي رغنده رول لوبولی دی.

له غزال عنایت سره ځانګړې مرکه

د اغاخان بنسټ دمعلوماتو له مخي، ښايي یاده جایزه د ځانګړو مراسمو پر مهال د اکټوبر میاشتي پر ۲۹مه او ۳۰مه نېټه د عمان د سلطني هیواد په پلازمېنه مسقط کي دغو ګټونکو ته د اغاخان بنسټ د معمارۍ بنسټ له جایزو سره یوځای ورکول سي. 

د یادوني وړ ده، چي په ۲۰۱۸م کال، داغاخان موسیقۍ بنسټ ایښول سوی دی. 

اړوند: د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتويت د موسيقۍ «پولار» جایزه گټلې

افغان موسیقي ږغوونکي ته پر داسي مهال د یاد بنسټ لخوا سږنۍ جایزه ورکول کېږي، چي په افغانستان کي یوار بیا د طالبانو له واکمنیدو وروسته پر موسیقي ږغولو نه یوازي مطلق بندیز بلکي ږغول يې حرام اعلان کړل سوي دي.  
په دې ورستیو کي ډېری افغان سندرغاړي او موسیقي ږغوونکي له هیواده وتلي او د ګوتو په شمار څو تنه، چي پاته دي، هغوی هم په پټه ژوند کوي. 

طالبانو په غزني کې پر موسیقۍ او سندرو بندیز وضع کړی