1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سلو ډير افغان موسيقي غږونکي او هنرمندان قطر ته رسېدلي

۱۴۰۰ مهر ۱۳, سه‌شنبه

له سلو ډیر افغان سندرغاړي، د موزیک استادان او زده کونکي په یوه پرواز کې له کابله وتلي او دوحې ته رسېدلي دي. د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت ويلي چې هڅه کوي د دغه انستيتوت پاتې غړي هم وباسي.

https://p.dw.com/p/41HUX
Mitglieder des Afghan Women's Orchestra "Zohra"
د زهره آرکستر - د آرشیف انځورانځور: G.Beadle/WEF

د فرانسې خبري آژانس، د دغو افغان هنرمندانو مجموعي شمیر ۱۰۱ تنه ښودلی چې په هغو کې وتلي افغان سندرغاړي هم شامل دي. د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستیتوت مشر، احمد سرمست وويل چې د دغو افرادو حامل الوتکه تيره شپه په دوحه کې کښته شوې ده.

سرمست چې اوس مهال د استرالیا په ملبورن کې اوسيږي، زیاته کړه چې د افغان هنرمندانو په دغه ډله کې نیمايي يې ښځې او نجونې دي او دوی پلان لري چې د پرتګال هیواد په ملاتړ یاد هیواد ته پرواز وکړي. هغه وویل چې تر وروستۍ شيبې پورې ډاډه نه وو چې دغه پرواز به ترسره شي او که نه. 

د سرمست په خبره چې دوی په کابل کې د قطر سفارت په همکارۍ هنرمندان هوايي ډګر ته د انتقال په موخه په وړو ډلو تقسیم کړي ول. هغه وويل چې طالبانو په لومړي سر کې د ويزو په دليل هوايي ډګر ته د هغوی د داخلیدو مخنیوی وکړ، خو قطري چارواکو ستونزه حل کړه.

Afghanistan I Evakuierungsflug I Qatar Airline
قطر ته د رسيدلو افغان هنرمندانو په ډله کې نیمايي يې ښځې او نجونې دي، دوی به له هغه ځایه پرتګال هیواد ته ځيانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

سرمست وويل په دغه پرواز کې د زهره آرکستر غړي هم ول کوم چې ټول غړي يې ښځېنه دي. هغه وايي د پرواز صحنه ورته له احساساتو ډکه شيبه وه او ده ونه شو کړای خپل احساسات قابو کړي: «دا د اوښکو بهیدو وخت وو. ما تر پايه وژړل. ما سره مې کورنۍ هم يو ځای ژړل. دا زما په ژوند کې تر ټولو د خوښۍ شيبه وه.» د هغه له څرګندونو داسې ښکاري چې هغه د ډیرې خوښې څخه اوښکې تويې کړي دي.

د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتوت مشر وايي چې هغه خپل زده کونکي د رخصتیو پر وخت نړیوالو کنسرتونو ته بيولي، هغوی سره ېې ګډ ژوند تیر کړی او ډيرې خاطرې ورڅخه لري.

هغه وويل: «له کوم وخت راهيسې چې طالبان په کابل کې واک ته رسیدلی دي د موسيقۍ او هغو افرادو پر وړاندې چې د موسیقۍ په برخه کې فعالیت لري، تبعیض ډیر شوی.» سرمست زیاتوي: «د افغانستان خلک يو ځل بیا خاموش شول.«

Afghanisches Musikinstrument
طالبانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر وخت د موسیقي غږول او اوریدل ممنوع ګرځولي ول او متخلفیونو ته يې سزا ورکولهانځور: Faridullah Khan/DW

طالبانو د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر وخت چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ وه، هم يې په افغانستان کې د سندرو او موزيک پر غږولو او اوریدلو بنديز لګولی او متخلفینو ته ېې سزا ورکوله.

خو طالبانو دوهم ځل واک ته تر رسیدلو د مخه ژمنه کړې وه چې په خپل سیاست کې به نرمښت راولي. خو د سرمست په خبره د موسیقۍ انستيتوت غړو ته د طالبانو له خوا ويل شوي چې تر راتلونکې امر پورې دې په کورنو کې پاتې شي.

طالبانو چې له اوسنۍ واکمنۍ څخه يې نژدې دوه مياشتې تيريږي، لا يې په دې اړه کوم نوي مقررات نه دي اعلان کړي.

احمد سرمست وايي چې دا له افغانستانه د وتلو لومړی پړاو دی او زیاتوي چې هغه به هڅه کوي تر څو په افغانستان کې د موسیقۍ د ملي انستيتوټ ټول ۱۸۴ تنه پخواني او اوسني زده کونکي یا غړي بهر ته راوباسي.

bur-djw/arb/ser/mks/bs