1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا له اوکراین سره د ۵۰ میلیارده یورو مرستې موافقه وکړه

۱۴۰۲ بهمن ۱۳, جمعه

د اروپايي ټولنې مشرانو په یوې ځانګړې ناسته کې له اوکراین سره د ۵۰ میلیارده یورو مرستې موافقه وکړه. د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اروپايي ټولنې د یادو مرستو ستاینه کوي.

https://p.dw.com/p/4bxJ4

د اروپايي ټولنې د شورا مشر شارل میشل، د دغه ټولنې د مشرانو په سرمشریزه او د ځانګړې ناستې په لومړي ساعت کې اعلان وکړ چې له اوکراین سره د راتلونکو څلورو کلونو له پاره د ۵۰ میلیارده یورو د مرستې په اړه موافقه شوې ده.

ټاکل شوې وه چې پر دې مرستو د تیر کال د ډسمبر میاشتې په ترڅ کې موافقه شوی وای، خو هغه وخت هنګري هېواد مخالفت وکړ او د دې مرستو د بستې د تصویب مخه یې ونیوله.

شارل میشل د دغه تړون په اړه پر خپله ایکس یا پخواني ټویټر لیکلي: «ترلاسه شوی توافق، د اوکراین باثباته، اوږدمهاله او د اټکل وړ مالي تمویل ممکن کوي.»

په اوکراين کي جګړه

د اروپایي ټولنې د مشرانو له لوري د دې مرستو له تصویب وروسته موافقه شوې چې، د اړتیا پر مهال به دوه کاله وروسته د دغه تړون په اړه بیا کتنه وکړي.

د اروپایي ټولنې دا پرېکړه د هنګري هېواد له لومړي وزیر ویکتور اوبان سره جوړجاړی بیانوي، چا چې د دغه کلنۍ مرستو د بیا کتنې غوښتنه کړې وه.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین، د دې تړون هرکلی کړی دی او دا یې د اروپا له پاره یوه ښه ورځ بللې ده..

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بیا د اروپایي ټولنې د دغه تړون د نهايي کیدو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې: «دا ډیره مهمه ده چې دا پریکړه د ټولو ۲۷ مشرانو لخوا شوې، چې یو ځل بیا یې د اروپايي ټولنې قوي یووالی ثابت کړ.»

زیلسنکي همدا راز زیاته کړې چې د دغه مرستو کڅوړه به «د اوکراین اوږدمهاله مالي او اقتصادي ثبات پیاوړی کړي.» د اوکراین د اقتصاد وزیر ویلي دي چې د دغه څلور اعشاریه ۵ میلیارده یورو مرستو لومړۍ برخه به د مارچ په میاشت کې دغه هیواد ته واستول شي.