1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهاوکرایین

اوکراین: هغه مینه چې جګړه، بندیتوب او آزادي یې تجربه کړه

۱۴۰۲ دی ۱۵, جمعه

یوې اوکراینۍ نظامي ډاکټرې په روسیه کې له دوه کلن بنده تر آزادیدو وروسته، له هغه عسکر سره کوژده وکړه چې ورسره یوځای بندي وو. دغه ډاکټره د روسي او اوکرایني بندیانو په وروستۍ تبادله کې آزاده شوې ده. کیسه یې دلته ولولئ:

https://p.dw.com/p/4atES
BdTD | Ukraine
آرشیف انځور: په دې انځور کې یوه اوکراینۍ جوړه لیدل کیږي چې د روسیې د یرغل په مقابل کې د جګړې پر مهال د خدمت په جریان کې یو بل سره واده کوي.انځور: Chris McGrath/Getty Images

دغې پوځې ډاکټرې په روسیه کې له بنده تر آزادیدو یوازې یوه ورځ وروسته، له هغه سرتیري سره کوژده وکړه چې له دې سره یې یوځای خدمت کولو. د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د بندیانو د تبادلې په وروستي مورد کې روسیې او اوکراین، تر ۴۰۰ ډیر جنګي بندیان تبادله کړل.

په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه لاس په لاس کیږي لیدل کیږي چې دغه دوه مېنان په څومره لیوالتیا له یوه بل سره یوځای کیږي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې میکولا ګریتسنیاک پخوانی جنګي بندۍ ګالینا فدیچین ته د واده له غوښتنې وروسته د کوژدې ګوتمه ور په ګوته کوي، ښکلوي یې او بیا ورته د سرو ګلانو یوه ګیډۍ ډالۍ کوي.

د اوکرایني پوځ د ۳۶ کنډک قوماندان سرګۍ ولینسکي، چې د «ولینا» په مستعار نوم یې دغه ویډیو خپره کړې ده وویل: «دې عاشقۍ داسې آزمایشونه تر شا پریښودل چې کولی شي ډیر پياوړي هم مات کړي». نوموړي زیاته کړه: «دوی په ګډه د ماریوپول په جګړه کې وجنګیدل، د بندیتوب او اوږدې جدایۍ مصیبتونه یي وګالل، خو زړونه یې همداسې په یو او بل پسې لړزیدل.» 

پوهه: ډرون څرنګه په سایبري جګړه کې له اوکراین سره مرسته کوي؟

د آزوف سیند په غاړه کېد ماریوپول ښارچې د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې د یوې محاصرې په ترڅ کې عملاً له خاورو سره خاورې شو، د روسي ځواکونو لاسونو ته ولوید او له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې د روسي پوځ په اشغال کې دی.

د ماریوپول مدافعین په ځانګړي توګه هغه کسان چې د اوکرایني پوځ ۳۶ کنډک پورې یې اړه درلوده د آزوفستال د اوسپنې په فابریکه کې مستقر ول او په اونیو یې د روسي پوځ د بریدونو په مقابل کې مقاومت وکړ. دغه کنډک اوس په اوکراین کې د اتلانو په نوم یادیږي.

فدیچین د ۲۰۲۲م کال له پسرلي راهیسې بندي وه او د «ولینا» په وینا د ۳۶ کنډک وروستۍ ښځینه بندۍ وه چې د روسي پوځ په بند کې وه.

د اوکرایني پوځ مشر د چهارشنبې په ورځ بې له دې چې نوم یې واخلي دې ته په اشارې سره وویل: «په بندیتوب کې هغې، د یوه اصل په توګه په اوکرایني ژبه خبرې کولې».

د اوکراین د ولسمشر مرستیال آندري یرماک، په ایکس یا پخواني تویتر تولنیزه شبکه کې دې مینانو ته مبارکي ویلې ده.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب