1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل کې د ازبکستان له صدراعظم څخه د طالبانو تود هرکلی

۱۴۰۳ مرداد ۲۸, یکشنبه

د ازبکستان صدراعظم د شنبې په ورځ کابل ته ورسېد. طالب چارواکو د کابل په نړېوال هوايي ډګر کې له عبدالله عارف اوف څخه تود هرکلی وکړ.

https://p.dw.com/p/4jb2N
Afghanistan Usbekistans Premierminister Abdulla Aripovb in Kabul
انځور: Taliban Foreign Ministry

له درو کلونو راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي دا کابل ته د یو لوړپوړي بهرنی چارواکي له لوري دوهم سفر دی چې ترسره کيږي. د آلمان خبري آژانس دغه سفر په خپل رپوټ کې د یو مهم دیپلوماتيک اقدام په توګه یاد کړی دی.

د طالبانو د رئيس الوزرا مرستیال، عبدالسلام حنفي د ازبکستان د صدراعظم مخې ته د کابل نړېوال هوايي ډګر ته ورغلی وو. طالبانو په هوايي ډګر کې د عارف اوف مخې ته د سره فرش په هوارولو هرکلی وکړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې، کابل ته د ازبکستان د صدراعظم د سفر موخه پر دوه اړخیزو روابطو خبرې اترې او د افغانستان او ازبیکستان تر منځ د تجارتي اړیکو پراختیا ښودلې ده.

دغه وزارت زیاته کړې چې دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې پنځه تړونونه لاسلیک کړل. زیاته شوې چې عارف اوف به د ازبک تولیداتو یوه نندارتون افتتاح هم وکړي.

دغه سفر په افغانستان کې د حاکمو طالبانو، ازبکستان او آزربایجان هیوادونو د اقتصاد وزیرانو تر ېوې درې اړخيزې غونډې وروسته ترسره کيږي. د اقتصاد وزیران په دغه غونډه کې د سیمیزې سوداګرۍ د تقویت پر لارو چارو غږېدلي ول. 

د طالبانو د رئيس الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ازبک پلاوې سره د کتنې پر وخت وويل چې افغانستان او ازبکستان په خپلو کې ګډ مذهبي او کلتوري مشترکات لري: «ازبکستان هم د یو ګاونډي ورور هېواد په توګه د افغانانو په زړه کې ځانګړې ځای او ديني او کلتوري، قومي او ژبني مشترکات سره لري.»

ازبکستان د افغانستان شمالي ګاونډۍ دی. دواړه هېوادونه ۱۴۴ کیلومتره ګده پوله لري. په بلخ ولایت کې ازبکستان سره د حېرتان بندر، د منځنۍ آسیا هېوادونو سره د افغانستان یو له مهمو بندرونو څخه ګڼل کيږي. د تېرو درو کلونو په جریان کې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ازبکستان د طالبانو له حکومت سره ښې سیاسي اړېکې ساتلي دي.

طالبانو سره يو شمېر نور هېوادونه هم خپل تعاملات لري، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

(dpa/x)/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب