1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جمهوريت له سقوطه ۳ کاله وروسته لا هم اقتصاد په ټپه ولاړ دی

۱۴۰۳ مرداد ۲۲, دوشنبه

واک ته د طالبانو له رسېدو سره په افغانستان کې د هغوی ياغيتوب او بريدونه ودرېدل. خو په تېره درې کلنه واکمني کې يې اقتصاد لا هم په ټپه ولاړ دی. هلته ملکي وګړي له دې کبله په لا خرابېدونکي بشري وضعيت کې قرار لري.

https://p.dw.com/p/4jMvo
د افغانستان بانک له لارې افغانستان ته د پيسو د زياتې برخې لېږد رالېږد تر سره کېدلی
په کابل کې د افغانستان بانک ودانۍانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان له شاوخوا ۴۰ میلیونه اوسيدونکو څخه دریمه برخه یې صرف په وچه يا سپوره ډوډۍ او چای باندې ژوند کوي. د ياد سازمان په وينا په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه ده. په عيني حال کې نړیوال بانک په راتلونکو درو کالونو کې هم د دغه هيواد د اقتصاد د ودې د شرحې له صفر پاته کېدو خبرداری ورکړی دی.

د طالبانو اداره د نړۍ له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې. خو بيا هم د ځینې مثبتو بدلونونه د رامنځته کېدو خبره کيږي. د فرانس پرس خبري آژانس د يوه راپور په حواله د اوسنيو واکمنانو چارواکي وايي چې د هېواد پیسې افغانۍ باثباته پاتې دي، فساد عام نه دی او د مالیاتو په راغونډولو  کې پرمختګ شوی دی.

بانکي ستونزه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال، احمد زاهد په وینا د دغه هيواد اوسنی حکومت په سیمه کې «اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي او د پانګوالۍ» اړیکې جوړې کړي دي.

افغانستان لویې معدني او کرنیزې زېرمې لري چې د طالبانو حکومت یې د کارولو کوښښ کوي. خو دغه نوي واکمنان له خرابو زیربناوو، داخلي او بهرني مهارتونو او پانګې د نشتوالي له امله و ياد مقصد ته په رسېدو کې ستونزې لري.

که څه چې افغانان د امنیت د بهتره کېدو هرکلی کوي، خو ډیری یې یوازې د خپلې کورنۍ د بنيادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره سختې هلې ځلې کوي.

د فرانسې خبري آژانس د کابل د سقوط د درېيمې کليزې په مناسبت له څلورو کسانو سره خبرې کړې دي:

۵۴ کلن عزیزالله رحمتي و یاد خبري آژانس ته ويلي چې د هرات په لوېدیځ ولایت کې یې د زعفرانو شرکت سږکال د تولید دوه چنده کولو ته آماده دی. هغه زیاته کړې چې تر ۲۰۲۱ کال پورې د «سره زر زعفران» په نوم شرکت د خپلو قيمتي مالونو د انتقال لپاره مسلح ساتونکي ګومارل، خو د امنیت ښه کېدو سره نور ورته اړتیا نشته. هغه ويلي: «اوس هېڅ ستونزه نشته». د رحمتي په وينا شرکت يې ۲۷ هېوادونو ته صادرات کوي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پيسو د بدلولو يوه صرافي
افغانيو خپل ارزښت ساتلی دیانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

طالبانو د زعفرانو د پروسس کولو په فابريکه کې د ښځو پر کار کولو محدوديتونه وضع کړي دي. خو د رحمتي په وينا د شرکت نيمه برخه کارگر يې اوس هم ښځينه دي. د دغه صنعتکار په وينا ورته يوه لويه ستونزه چې ورپېښه ده، هغه د افغانستان زيانمن شوی بانکي سکتور دی. دغه ستونزه نه يوازې د ياد شرکت، بلکي د ټول افغانستان لپاره يوه لويه ستونزه ده.

د افغانستان د تیر حکومت د سوداګرۍ وزارت مرستیال سلیمان بن شاه، فرانس پرس ته وویل: «دا ډېر مهم دي چې موږ د بانکدارۍ لارې بیا پرانیزو.»

د طالبانو پر حکومت د نړیوالو بندیزونو او د مرکزي بانک د شتمنیو د کنګل کیدو له امله د افغانستان بانک نشي کولی پیسې بهر ته واستوي او نه هم پيسې ترلاسه کړي. له دې کبله رحمتي او د هغه په شان نور تجاران اړ دي چې د مثال په توگه په دبۍ کې له گران بيه شخصي صرافانو څخه د پيسو په لېږد رالېږد کې مرسته ترلاسه کړي.

بهر ته د سفرونو د ويزو ستونزه

د بهرنیو سفرونو لپاره د ویزو ترلاسه کول هم لویه ستونزه ده. ډیری بهرنیو هېوادونو د طالبانو له واکمنۍ وروسته خپل سفارتونه تړلي او د هینلي شاخص د ارزونې له مخې چې د نړیوالو سفرونو اسانتیاوې څاري، د افغان پاسپورتونو درجه د نړۍ په کچه تر ټولو کمه ده. حال دا چې د افغانستان په خلکو کې د پاسپورټ تقاضا ډېره زياته ده.

رحمتي وايي: «موږ به له نړیوال بازار څخه شاته پاتې شو.»

وحید نیکزی لوګري، د افغانستان په ملي ارکستر کې د سرندې او هارمونیم په غږولو کنسرتونه ورکول. دغه ۴۶ کلن په کابل کې په خپل يو عاجز شانته کور کې وويل: «ما له خپلې ټولې کورنۍ سره مرسته کوله. موږ ښه ژوند درلود.» خو د طالبانو حکومت د موسیقۍ عامه نمایشات غیر اسلامي ګڼلي او منع کړي دي چې په پایله کې يې له دغه کار سره تړلي په زرونو کسان بې روزگاره شوي دي. نيکزای وايي: «زه اوس بې روزگاره يم.»

نيکزی لوگري، اوس د خپلې اوه کسیزې کورنۍ د مړولو لپاره کله ناکله ټکسي چلوي چې په میاشت کې صرف د ۵۰۰۰ افغانيو په شاوخوا کې (تقريبا ۷۰ ډالره) گټي. په وينا يې دغه د هغه د کنسرتونو د عوايدو پنځمه برخه ده. هغه زياتوي: «هیچا موږ ته نه ویل، 'تاسو نور نشی کولی موسیقي وغږوئ، خوږ موږ به ستاسو د کورنۍ لپاره د رزق برابرولو لاره پیدا کړو'».

طالبانو پر اکثريت کارونو بنديز لگولی دی.
زيات شمېر کارگرو مېرمنو خپل کار له لاسه ورکړی دی.انځور: Ali Kaifee/DW

راکټ په کمپيوټر بدلول

عبدالولي شاهین غوښتل چې په طالبانو کې «د شهادت مقام» ترلاسه کړي، خو د هغوی د بریا وروسته یې خپل راکټ لانچر په غزني ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې په کمپیوټر سره بدل کړ. دغه ۳۱ کلن وايي: «زه پخوا هومره نه وم ستړی (لکه اوس) څومره چې نن ستړی یم.»

خو د شاهين په وينا مياشتنې ۱۰ زره افغانۍ معاش يې بیا هم د پنځه کسیزې کورنۍ لپاره بسنه کوي او دی د هېواد راتلونکې ته خوښ دی. هغه زياتوي: «زه امارت ته په دې درې کلونو کې له لسو نمرو څخه لس نمرې ورکوم.» هغه زياتوي: «هر څه پر سم لور او په ښه توګه روان دي او موږ د راتلونکي لپاره هیله من يو.»

د سينگار پټ سالون

خو د کابل اوسېدونکې سيده (مستعار نوم) وايي چې تېر کال چې د ښکلا او سينگار د سالونونو د تړلو امر وشو، نو يې «زړه مات» شو. دغه ۲۱ کلنه مېرمنه وايي چې څلور مياشتې مخکې يې په پټه سره د کابل په بل ځای کې خپل ياد کار په پټه توگه بيا شروع کړ. هغه وايي: «موږ دا ځای په کرایه وموند، په دې شرط چې مراجعينې مو په ډېره پټه توګه راشي او ځینې زموږ کارکوونکي دلته ویدې شي چې ګاونډیان فکر وکړي چې یوه کورنۍ دلته اوسیږي.»

سيده زياتوي: «مخکې به موږ هره ورځ د ۳۰ تر ۴۰ تر منځ مراجعينې درلودلې، خو اوس یوازې شپږ یا اووه وي.» خو وايي چې د سينگار يادې هټۍ بيا هم خپلو ۲۵ کارکوونکو ته د معاش ذريعه برابره کړې او ساتلې ده. دغه مېرمنه وايي چې د کابل له سقوط مخکې يې خپل عايد ۲۵ زره افغانۍ و  خو اوس له ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ اندازې ته راکم شوی دی.

ياده مېرمنه وايي: «موږ په پټه کار کوو او موږ نه پوهیږو چې تر کله به دوام وکړي.» هغه وايي چې تل دا بېره ورسره ملگرې وي چې د سينگار پټ سالون به يې کشف شي او پوليس به يې ور وتړي. دغه مېرمنه وايي چې کله چارواکو د دوی په شان پټ سالونونه موندلي نو يې تجهيزات ورمات کړي، د کار کوونکو سره يې ناوړه چلن کړی او جرمانې يې ورباندې لگولي دي.

په افغانستان کې و واک ته د طالبانو له راتگ راهيسې په دغه هيواد کې د مېرمنو د حقونو په تړاو پر طالبانو په نړيواله توگه سختې نيوکې کيږي. طالبانو په تيرو درو کالو کې په عام محضر کې د نارینه و تر څنگ مېرمنو ته هم جسماني جزاوې ورکړي دي.

د فرانسې خبري آژانس/ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: