1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

آيا ډېر ژر به د سرطان واکسين ولرو؟

۱۴۰۲ آبان ۱۹, جمعه

د بیو تکنالوژۍ شرکتونه غواړي چې په راتلونکو څو کلونو کې د سرطان ضد واکسین بازار ته وړاندي کړي. د دې ډول واکسینونو جوړول د «mRNA» تکنالوژۍ سره ممکن شوي.

https://p.dw.com/p/4YeRJ
د ام آر ان ای په مرسته د سرطان واکسين ته هیلې ډېرې شوي دي
د سرطان واکسين ته هیلې ډېرې شوې ديانځور: Steven Heap/Zoonar/picture alliance

د «mRNA» يا پيغام رسونکي آر ان ای ټیکنالوژۍ په څو کلونو کې د روغتیا په برخه کې یو انقلاب ته لاره هواره کړې ده. د کرونا وبا پر مهال هم د همدې ټکنالوژۍ پر مټ د څو میاشتو په لړ کې د «سارس کوو۲» پر وړاندي یو شمیر ګټور واکسینونه جوړ شول. حتی کله چې د کرونا ویروس پرمخ تللې ډولونه رامینځ ته شول، د همدې ټکنالوژۍ په کارولو سره په لنډه موده کې واکسینونه جوړ شول. د «mRNA» ټکنالوژۍ چې په ورستیو کې د روغتیا په برخه کې د نوبل جایزه هم وګټله، ویل کیږې چې ډیر څه کولاې شي.

آیا د سرطان واکسین به ژر جوړ شي؟

د سرطان ناروغۍ د څیړنې په برخه کې هم «mRNA» ټیکنالوژي نوي خوځښتونه رامینځته کړي. د درملو او بیو ټیکنالوژۍ شرکت اجرایوي رئیس، الکساندر زیندر غواړي چې که ډېر شي نو په پنځو کلونو کې د د ام آر ان ای تکنالوژۍ پر بنسټ د سرطان واکسین بازار ته وړاندې کړي. که د سرطان د ځانګړو ډولونو پر وړاندې دا ډول بریالیتوب ترلاسه شي، نو په دې توګه به د انسان یو خوب رښتیا شي. زیندر وايي: »له شلو کلونو راهېسې د سرطان د واکسین په اړه څیړني رواني دي خو اوسنی پرمختګ اغیزمن دی. هغه د آلمانۍ ورځپاڼي »بیلد ام زونتاګ» سره په مرکه کې وویل: »موږ د کرنا ناروغۍ پرمهال ډیرې تجربې ترلاسه کړې. مصنوعي ځیرکتیا اوس دومره ښه ده چې دا ډیری ستونزې حل کوي.« د سرطان واکسین د بدن معافیوي سیستم هڅوي تر څو د معافیت سیستم پخپله د توموري یا سرطاني حجرو سره په نښه شوي ډول مبارزه وکړي. زیندر وايي: »د سرطان وژونکي لامل دا دی چې د سرطان تومور په دوامداره توګه وده کوي. د سرطان واکسین باید دا وده ودروي، حتی که سرطان دمخه میټاساژ شوی يا یې ځېلۍ هم کړي وي. چې بیا سرطان په یوې اوږدمهاله ناروغۍ بدلیږي او دا ناروغۍ د لسیزو لپاره ژوندۍ پاتې کیدلاې شي. نو ځکه خو په دې ډول به نور سرطان د مړیني لامل ونه ګرځي.

د سرطان واکسین د پراختیا پر سر سیالۍ

د کیورواک شرکت ترڅنګ، نور شرکتونه همد سرطان واکسین په برخه کې څیړني کوي.د مثال په توګه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په پیل کې، د بایو ټیکنالوژۍ «بایونتیک» شرکت د روانې کلینیکي څیړنې لومړنۍ او خورا امید لرونکي پایلې خپرې کړې. په دې ساینسي څیړنه کې، د »کاروک« په نوم د «بایونتیک« واکسین اغیزمنتوب پر سرطاني ناروغانو باندي آزمویل شوی. د بایونتیک درمل جوړونې شرکت اجرایوي رییس او بنسټګر اوغور شاهین په ورته خوشبینۍ سره اعلان وکړ چې د هغه د اټکل له مخې به په څو کلونو کې د سرطان ضد واکسین جوړ شي. شاهین له آلمانۍ خبري مجلې «شپیګل» سره په مرکه کې وویل: «موږ باور لرو چې دا واکسین به تر ۲۰۳۰ کال مخکې په لویه پیمانه ناروغانو ته وړاندې شي.« په دې توګه، د سرطان واکسین به په اوږد مهال کې د دې وژونکې ناروغۍ د عامي درملنې ځای ونیسي. دا به یو لوی او نه هیریدونکی ارزښت وي، ځکه چې د »کیمو تېراپي« درملنې اوسني میتودونه ناروغان تر سخت فشار لاندې راولي.

د سرطان واکسین کارکول څنګه دي؟

د بدن د معافیتي سیسټم حجرې چې د « لنفوسیت ټي» (ټي حجرې) حجرو په نوم یادیږي، د ناروغو حجرو په له منځه وړولو  یا پر نورو معافیتي حجرو د حملې لپاره هڅولو سره د ميکروبونو سره په مبارزه کې مرسته کوي. په هرصورت، ټي حجرې په سختۍ سره د سرطان حجرې پیژني. مګر د CAR T حجرې کولای شي دا کار وکړي. د CAR T پر سلولونو درملنې له ۲۰۱۸ میلادي کال راهیسې په اروپا کې اجازه ترلاسه کړې او ډیری یې د ویني سرطان د درملنې لپاره کارول کیږي. مګر د معافیت سیسټم درملنې یا «ایمون تراپی» خورا مؤثره بڼه لاهم خورا ګرانه ده. د آلمان د سرطان د څیړنې مرکز په وینا، جوړونکي د هر ناروغ لپاره د داسې حجرو تولید لپاره تر ۳۲۰ زره یورو پورې غوښتنه کوي. د سرطان په دې ډول "ایمون تراپي" کې T حجرې د ناروغ د سپینې وینې حجرو څخه فلټر کیږي. پایله لرونکي T حجرې بیا په جینیکي ډول تعدیل کیږي تر څو د لیمفوسایټس په سطحه د کیمر انټيجن ریسیپټرونو د حجرو سطحي پروټینونه تولید کړي.

واکسینونه سرطاني حجري د لیدو وړ ګرځوي

که تولید شوي CAR-T حجرې د ناروغ بدن ته بیا داخل شي، دوی د سرطان په حجروکې په نښه کیږي. بیا د بدن معافیت سیسټم فعالیږي او د سرطان پر حجرو برید کوي. که د CAR T حجرې نشي کولای د تومور حجرې ومومي یا د سرطان د تومور په وړاندې په مؤثره توګه مبارزه وکړي، د سرطان واکسین چې په راتلونکي کې به رامینځته شي پدې پروسه کې مرسته کولاې شي. په دې برخه کې، «کلاودین ۶» پروټین چې تقریبا په ځانګړي ډول په سرطان کې موندل کیږي، مرسته کوي چې د mRNA ټیکنالوژۍ په کارولو سره د سرطان حجرې ته ننوځي. د پایلې په توګه، یو انټي ژن رامینځته کیږي چې د تومور حجرې سره نښلوي. او پدې توګه د CAR-T حجرې کولی شي په آسانۍ سره د سرطان تومورونه وپیژني او ورسره مبارزه وکړي. تر اوسه پورې اصلاح شوې ټي حجري یواځې د وینې سرطان سره د مبارزې لپاره کارول کیږي. مګر د mRNA ټیکنالوژۍ کې چټک پرمختګ هیله رامینځ ته کوي چې د ویني سطان د درملنې سربیره، په راتلونکي کې د سرطان د نورو ډولونو لپاره خورا اغیزمنه درملنه ممکنه شي. د پوستکي، د سږو، د سینې  او یو شمیر نور سرطانونه د واکسین په برخه کې هم ورته هیله مندي شته.