1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

آيا د آلمان په هوايي ډګرونو کي به د کرونا تيست اجباري سي؟

۱۳۹۹ مرداد ۲, پنجشنبه

امکان لري په آلمان کي هغه مسافر د کرونا تيست کولو ته مجبور سي چي له نورو هغو هيوادونو څخه راځي چي پکښي د کوويد ۱۹ ناروغي د اخته کيدو خطر ډير دی. خو دغه پريکړه لا تر اوسه په رسمي توګه نه ده تصويب سوې.

https://p.dw.com/p/3fp8r
Deutschland Symbolbild Corona-Tests
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د آلمان د روغتيا وزير ينس شپان او ددغه هيواد په ۱۶ ايالتونو کي د هغه همکارانو د چهارشنبې په ورځ په دې اړه يوه توافق ته سره رسيدلي، څو هغه مسافر په هوايي ډگرونو کي تيست کړي چي له نورو هغو هيوادونو څخه چي د کرونا پيښي پکښې ډيري دي جرمني ته راځي.

د نوي وړانديز پر اساس هغه کسان چي له هغو هيوادونو څخه آلمان ته راځي چي پکښي د کرونا په ويروس د اخته کيدو خطر لږ دی، تیست کولو ته مجبور نه دي. په دغه ډله کي د فرانسې، هسپانيا او يونان هيوادونه شامليږي. د آلمان د روغتيا وزارت نوموړې پريکړه لا په رسمي ډول نه ده تائيد سوې او په دې اړه خبري اتري به د جمعې په ورځ هم ادامه پيدا کړي.

رابرت کوخ انستيتوت چي د کرونا د کنترول او د هغې په نتيجه کي ناروغۍ د مخنيوي مسئوليت پر غاړه لري، په بهرنيو هيوادونو کي د کرونا په ويروس باندي د اخته کيدو خطر ډير لوړ بولي. دغه قانون به د تائيد په صورت کي پر هغو آلمانانو هم تطبيق سي چي له رخصتيو تيرولو وروسته به راستنيږي.

د دغه وړانديز په اړه د جرمني هوايي ډګرونو انديښنه ښودلې او وايي چي د هغوی له کارکوونکو څخه بايد د کرونا د آزمويلو له پاره کار وانه خيستل سي، بلکي مسئول مقامات بايد په هوايي ډګرونو کي د هغه د سرته رسولو شرايط برابر کړي.

د آلمان د هوايي ډګرونو په وينا پاڼه کي راغلي دي: «که د روغتيايي چارو چارواکي د يوې سمدستي آزمويني سپارښتنه وکړي په دې صورت کي به مسئول مقامات د هغه د سرته رسولو له پاره شرايط آماده کړي.» ددغي وينا په ادامه راغلي: «بايد دا هم مشخص سي، له هغو مسافرو سره چي د آزموينو نتيجه يې مثبت وي، څه ډول چلند کيږي.»

تر اوسه پوري دغه ډول مسافرين چي د کرونا له بحراني هيوادونو څخه راغلي، ۱۴ ورځني قرانطين ته مجبوريږي.

د بايرن ايالت صدراعطم مارکووس زودنر د يکشنبې په ورځ وويل چي د دغه ايالت مسوولين په هوايي ډګرونو کي د آزمويلو د مرکزونو جوړولو له پاره هلي ځلي کوي. او په دغو مرکزونو کي به د کرونا آزموينه په وړيا ډول او د ورځي په هر ساعت کي ترسره سي.

په اروپايي هيوادونو کي د کرونا وبا د پيښیو په لږېدو سره په ډيرو اروپايي هيوادونو کي د مسافرو محدوديتونه راکم سول او د آلمان زياترو اتباعو د رخصتي تيرولو له پاره د خپلي خوښي وړ هيوادونو ته سفرونه پيل کړل.

د هسپانيا د مايورکا په جزيره کي د ميلو جوړولو په اړه رپوټونه د ځينو سياستوالو د انديښنې وړ وګرځيدل. ويل کيږي چي په دغو ميلو کي ټولنيز واټن نه مراعاتيږي او هيڅوک ماسک نه تړي. دغه ټاپو په تيره بيا په آلمانانو کي ډير محبوبيت لري.

زموږ له آرشیف څخه: