1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ځينو هیوادونو بیا د کرونا شدید محدودیتونه وضع کړي

۱۳۹۹ تیر ۳۰, دوشنبه

په فرانسه کې د کرونا د مثبتو پیښو په ډیریدو سره دغه هیواد په عامه ځایونو کې د ماسکونو استفاده اجباري کړې ده. سربیره پر دې، هانګانګ هم یو ځل بیا د کرونا اړوند د شدیدو تدابیرو د عملي کولو اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/3fbMz
Frankreich Disneyland Paris wieder geöffnet
انځور: Reuters/C. Platiau

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پیښو او له کبله یې د مرګونو په شمیر کې د هرې ورځې په تیریدو سره ډیرښت رامنځ ته کیږي، ځينو هیوادونو د کرونا وبا د دوهمې څپې د احتمالي راتګ د مخنیوي له پاره یو ځل بیا شدید تدابیر وضع کړي دي.

فرانسوي چارواکو په دې هیواد کې د کرونا د ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ د تازه پیښو د ثبت خبر ورکړی دی خو تر اوسه پورې د فرانسوي چارواکو په خبره، په دې هیواد کې د کرونا د دوهمې څپې احتمال تر اوسه پورې موجود نه دی.

د فرانسې د روغتیا د برخې چارواکو ویلي چې د کرونا زیاتره تازه پیښې د څارویو د ذبح کولو په یوه مرکز او یا نورو محدودو او تړل شویو ځایونو پورې تړاو لري. د فرانسې د روغتیا وزیر اولیفیر ویران د دوشنبې په ورځ وویل چې د کرونا یو شمیر تازه پیښې د شخصي میلمستیاو او د اوړي د رخصتیو پرمهال د راټولیدو له کبله رامنځ ته شوي دي.

د فرانسې د عامې روغتیا وزیر اولیفر ویران په دې هکله د فرانس انفو په نامه یوې فرانسوۍ راډیو ته وویل: «په اوس وخت کې، د کرونا له دوهمې څپې ډیر لیرې یوو. هدف دا دی چې خلک ډیر زیات په تشویش نه کړو خو باید خوندي یې وساتو.»

Hongkong Vorwahlen 2020
انځور: Reuters/L. Yik

په ورته وخت کې فرانسې په عامه ځایونو کې د ماسکونو د استفادې په اجباري کولو پیل کړی دی. د فرانسې د عامې روغتیا وزیر اولیفر ویران وايي چې هغه کسان چې په فرانسه کې په عامه ځایونو کې ماسکونه استفاده نه کړي، ۱۳۵ یورو به جریمه کړل شي. په فرانسه کې تر اوسه پورې ۲۱۲ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي او له دې ډلې له ۳۰ زرو ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فرانسې ترڅنګ، هانکانګ هم د ماسکونو استفاده کول اجباري کړي دي. د هانګ کانګ حکومت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې ده چې په هر راز شرایطو کې باید په عامه ځایونو کې ماسکونه استفاده کړې او په دولتي ادارو کې یې غیر ضروري کارمندانو ته سپارښتنه کړې، څو له خپلو کورونو اداري کارونه پرمخ یوسي. د هانګ کانګ رهبرې کاري لام، په دې ترڅ کې اندیښنه څرګنده کړې چې په دې هیواد کې وضعیت ډیر نازک دی. هغه زیاتوي چې د کرونا وبا د کنترول کوم څرک تر اوسه پورې نه ویني.

زموږ له آرشیف څخه: