1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کرونا کړکیچ د کوچنیانو بې وزلي زیاته کړې

۱۳۹۹ مرداد ۱, چهارشنبه

د کرونا وبا د آلمان اوسیدونکي په متفاوته اندازه زیانمن کړي دي. یوه نوې پلټنه ښیي چي د بې وزلو کورنیو کوچینان په خاص ډول له دغه حالت څخه زوریږي.

https://p.dw.com/p/3ffvp
"It Wasn't Us" von Katharina Grosse im Hamburger Bahnhof Kunstmuseum
انځور: Getty Images/A. Berry

د بیرتلزمن بڼسټ د یوې پلټني له مخي په آلمان کي څه د پاسه هر پنځم کوچنی چی ۲۱،۳ سلنه جوړوي، په غربت کي ژوند کوي. دا ۲،۸ میلیونه کوچنیان او تر ۱۸ کلن کښته تنکي ځوانان دي. څه نا څه هر اووم کوچنی بیا د دولت له خوا ترلاسه کیدونکو حد اقل پیسو پورې تړلې دی.

د کرونا پاندیمي دغه ډول ستونزې لاپسي زیاتي کړي. د ارزونو له مخې، د بې وزلو کوچنیانو والدین زیاتره وخت وقفه یې او یا هم کوچني کارونه کوي چی لږ عاید لري او د کرونا په څیر کړکیچونو پر مهال د خپل کار د لاسه ورکولو څخه ویریږي. د بیرتلزمن د بڼسټ د مشر یورګ دریګر په خبره پر دې سربیره هغوی د کرونا له امله تعزیراتو پر وخت ځینې نور بهرني امتیازات هم موجود نه وو.

د کمپیوټر او انترنت نشتوالی

د کرونا پر مهال په کورونو کي د زده کړو پر وخت هم د بې وزلو کورنیو کوچنیان له ستونزو سره مخامخ دي. دا ځکه چي هغوی زیاتره وخت د اړتیا وړ تخنیکي وسایلو ته لاسرسی نه لري. ۲۴ سلنه هغه کوچنیان چي په کورونو کي پاته دي، انترنت نه لري. همدارنګه یې جلا کوټه هم په اختیار کي نه سته چی په آرام فکر سره خپل درسونه ووایي.

دې بڼسټ روښانه کړې ده چي که څه هم په تیرو پنځو کلونو کي د بې وزلو کوچنیانو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې یو څه پرمختګ رامنځ ته شوی دی خو بیا هم له اقتصادي لحاظه د نورو ډاډمنو کورنیو د کوچنیانو په مقایسه یې تفاوت پر خپل ځای پاته دی. په دغه پلټنه کي د هغو کورنیو کوچنیان تر ارزوني لاندي نیول سوي چي عاید یې د نورو کورنیو له اوسط عاید څخه ۶۰ سلنه کم دی او یا هم له دولت څخه اجتماعي مرستې ترلاسه کوي.

نه حل سوې ستونزه

د آلمان د بیلابیلو سیمو تر منځ توپیر هم ډیر زیات دی: د دې هیواد په ځینو سیمو کي ۴۰ سلنه کوچنیان له اساسي ډاډمنتیاوو څخه برخمن دي خو په ځینو نورو کي بیا یوازي ۲ سلنه.

د کارپوهانو په حواله د کوچنیانو غربت د یوې ناحل سوي ستونزي په توګه پاته ده چي سخت عواقب به له ځانه سره ولري. دریګر وایی چي حکومت په دې برخه کي ډیر کم څه ترسره کوي ترڅو د هغوی د بې وزلي مخه ونیول سي.

(gp/ms (dpa, afp, epd