1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په پاکستان کې مېشتو کومو افغان مهاجرو سره مرسته کوي؟

۱۴۰۲ آبان ۷, یکشنبه

آلمان غواړي له خطر سره مخ هغو افغانانو سره چې آلمان ته د راوښکلو ژمنه ېې ورسره کړې او اوس په پاکستان کې د اخراج له خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، تر څو له پاکستانه ووځي. آلمان د افغانانو د منلو پروګرام بشپړ نه دی عملي کړي.

https://p.dw.com/p/4YANR
Pakistan | Afghanische Flüchtlinge verlassen Karatschi
انځور: Sabir Mazhar/AA/picture alliance

د آلمان فدرالي حکومت ته نژدې کړيو د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۲۸مه) وويل چې هغوی دپاکستان حکومت سره کار کوي تر څو هغو افغانانو سره چې د فدرالي آلمان د منلو پروګرام پر شرایطو برابر دي او تر مخه ورسره د مرستې ژمنه شوې وه، همکاري وکړي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ په يوه برخه کې د آلمان د فدرالي حکومت د کړيو له قوله ويل شوي: «د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره په نژدې اړېکه کې دی او هغو زیانمنېدونکو افغانانو له پاره چې د آلمان د منلو په فدرالي پروګرام کې شامل دي، د یوې حل لارې پر موندلو کار کوي. موږ له هغو کسانو چې له پاکستانه د اخراج له خطر سره مخ دي، ملاتړ کوو.»

د پاکستان حکومت په وروستيو کې اعلان کړی چې هغه افغان مهاجر به له خپلې خاورې وباسي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. پاکستان په دغو شرایطو برابر افغانانو ته د اکتوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي. د اکتوبر تر میاشتې اوس یوازې دوه ورځې پاتې دي.

د پاکستان حکومت د معلوماتو پر اساس، حاضر وخت په پاکستان کې شاوخوا ۴ اعشاريه ۴ ميلیونه افغانان ژوند کوي چې له دې ډلې ۱ اعشاريه ۷ ميلیونه ېې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

آلمان غواړي له خطر سره مخ هغو افغانانو سره چې آلمان ته د راوښکلو ژمنه ېې ورسره کړې او اوس په پاکستان کې د اخراج له خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، تر څو له پاکستانه ووځي.
آلمان غواړي له خطر سره مخ هغو افغانانو سره چې آلمان ته د راوښکلو ژمنه ېې ورسره کړې او اوس په پاکستان کې د اخراج له خطر سره مخ دي، مرسته وکړي، تر څو له پاکستانه ووځي.انځور: Wakil Kohsar/AFP

د آلمان د کورنيو چارو وزارت پر اساس، هغه افغانان چې په ځانګړې توګه زیانمېدونکي دي، کولی شي د فدرالي آلمان د منلو پروګرام له لارې آلمان ته راشي.

د منلو دغه پروګرام له هغو افرادو ملاتړ کوي چې دبشر حقونو څخه د دفاع، عدالت، سیاست، رسنيو، روزنې، فرهنګ او ورزش په برخو کې د خپلو کړو فعالیتونو په خاطر اوس له ګواښ سره مخ وي.

د آلمان د منلو فدرالي پروګرام د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې په لاره واچول شو. د دغه پروګرام ځينې برخې د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې په کاري بهير کې د شک او د ناوړه استفادې د احتمال په دلیل، د تعلیق په حالت کې راغلې، خو دغه پروګرام د همدې کال د جون میاشتې په وروستیو کې بېرته له سره پیل شو.

ويل کيږي چې تر اوسه د دغه پروګرام له لارې ۶۰۰ کسان آلمان ته د سفر کولو په شرایطو برابر پېژندل شوي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له دغې ډلې یوازې ۱۳ تنه آلمان ته انتقال شوي دي.

پاکستان په دغه هېواد کې میشتو هغو افغان مهاجرو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د اکتوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي
پاکستان په دغه هېواد کې میشتو هغو افغان مهاجرو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري د اکتوبر میاشتې تر پایه وخت ورکړی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي انځور: Hussain Ali/ZTUMAPRESS/picture alliance

حاضر وخت په سلونو افغانان آلمان ته د انتقال په هيله په پاکستان کې په خورا بد وضعیت کې د انتظار ژوند تېروي.

آلمان ته په لوړ شمېر کې تازه وارد شوو مهاجرو ته په کتو، اوس د آلمان مسيحي دموکرات او د بایرین مسیحي سوسیال اتحادي ګوندونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د منلو پروګرام دې ودرول شي. خو د فدرالي آلمان د کورنيو چارو وزېرې، نانسي فيزر، تېره اوونۍ ټينګار وکړ چې دغه پروګرام «لغوه شوی نه دی»، خو «له افغانستانه د خلکو په راېستلو کې واقعي ستونزې موجودې دي.»

د رسمي معلوماتو پر اساس، په افغانستان کې دطالبانو د بیا واکمنېدو راوروسته، شاوخوا ۳۰ زره زیانمنېدونکي افغانان په آلمان کې منل شوي دي. په دغو افرادو کې ۱۹۳۰۰ ېې پخواني محلي کارمندان دي چې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د حضور پر وخت ېې له آلماني بنسټونو سره کار کاوه.

(dpa) / aj, si/mks/mns

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب