1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلین محکمه د افغان محلي کارمندانو پر شکایت غور کوي

۱۴۰۲ شهریور ۲۴, جمعه

په برلين کې يوه محکمه په افغانستان کې د آلمان د پخوانيو ادارو د يو شمير محلي کارکوونکو د اقامې دعوې څېړي. دا افغانان شکايت لري چې آلمان د پخواني دولت تر پرځېدو وروسته هغوی آلمان ته نه دي انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/4WOGs
Usbekistan, Taschkent | von der Bundeswehr evakierte Afghanen nach ihrer Ankuft aus Kabul
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

په برلين کې يوه محکمه د هغو يو شمير افغانانو شکايت ته رسيدګي کوي چې په افغانستان کې یې دآلماند پخوانيو ادارو سره کار کاوه، څو مشخصه شي چې آيا د آلمان حکومت د دغو کسانو آلمان ته په انتقالولو مکلف دی او که څنګه.

د مهاجرو د ملاتړ سازمان «پروازول» له دې افغانانو څخه ملاتړ کوي. محکمه په دغه څېړنه کې د دې ارزونه کوي چې آیا آلمان باید په افغانستان کې د پولیسو د يوې پروژې پخواني محلي کارکوونکي ومني که نه. له پروازول سازمان څخه پيتر فون آور د دې غوښتونکی شوی چې «دغه کسان باید په خوندي توګه آلمان ته ورسول شي.» هغه زیاته کړه چې د آلمان حکومت دغه کسان يوازې پرېښودلي او د رد ځواب ېې ورکړی دی.

دغه افغانانو د آلمان د نړېوالو همکاريو ټولنې «جي آی زید» او د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په يوه ګډه پروژه کې کار کړی دی. دوی د افغانستان پولیسو د روزنې په برخه کې د ښوونکو په توګه کار کاوه، چې په روزنو کې ېې د بشري حقونو اړوند مسايل هم شامل دي.

د پروازول سازمان په خبره، په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل سبب شوي چې دغه افراد د طالبانو له خوا په نخښه کیږي، د غرب د جاسوسانو په سترګه ورته کتل کیږي او د طالبانو د آزار او اذیت او تعقیب لاندې قرار لري.

د بشري حقونو دغه سازمان ويلي دي چې د آلمان حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې محلي کارمندان د خطر په معرض کې قرار لري او هغوی سره له بیوروکراسۍ پرته مرسته کوي.

خو د مرستې ډېرو درخواستونو ته د رد ځوابونه ورکړل شوي چې په هغو کې د همدې کسانودوسیې هم شاملي دي چې اوس ورته رسېدګي کیږي. د ردېدو دلیل يې دا ښودل شوی چې دغو افرادو د آلمان د نړېوالو همکاريو ټولنې «جي آی زید» سره کاري قرارداد نه بلکې د ځانگړو قراردادونو پر اساس (Werkvertrag) د مشخصو خدماتو په بدل کې معاش ترلاسه کاوه.

پروازول د آلمان له فدرالي حکومت څخه د محلی کارمندانو «د چټک او له بیوروکراسۍ پرته منلو» غوښتنه کړې پرته له دې چې د هغوی د قرارداد نوعیت په نظر کې ونيول شي. د دغه سازمان په خبره، دغو کسانو په افغانستان کې له آلمان سره مرسته کړې چې په نتيجه کې ېې د هغوی ژوند په خطر کې لوېدلی دی.

ماتیاس لهنرت، چې د یو شمير شکايت کوونکو مدافع وکيل دی، ويلي دي چې په سیاسي بحثونو کې تل داسې انګيرل کيږي چې د محلي کارمندانو منل یو ترحمي او سخاوتمندانه یا بشردوستانه عمل دی، خو دا درست نه دی. هغه زیاته کړه: «آلمان په دې برخه کې د قانون پر اساس حفاظتي مکلفيت لري. ځکه چې د طالبانو له خوا د محلی کارمندانو آزار او اذيت آلمان پورې تړاو لري.»

(AFP)pa/af/mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل