1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د غير قانوني مهاجرت پر ضد د اقداماتو غوښتنه

۱۴۰۲ شهریور ۲۸, سه‌شنبه

د آلمان په پارلمان کې د مسیحي دموکرات او سوسیال مسیحي ګوندونو اتحاد جناج په یوه درخواست کې د غیر قانوني مهاجرتونو د کمښت له پاره د موثرو اقداماتو غوښتنه کړې ده. درخواست کې افغانستان څخه د منلو پروګرام یادونه هم شوې ده.

https://p.dw.com/p/4WZ6n
Fraktionssitzungen im Bundestag
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

دغه درخواست چې د فرانس پریس خبری آژانس لاس ته رسېدلی دی، په کې د آلمان له فدرالي حکومت څخه غوښتنه شوې چې دغه هېواد ته دې د غير «منظم مهاجرتونه» د پام وړ کچې ته راښکته کړي تر څو «د فدرالي او ایالتي حکومتونو د اوږو بار سپک شوی وي.»

 دغه سیاسي اتحاد په پام کې لري چې یاد درخواست د سې شنبې په ورځ بوندستاګ یا د آلمان مرکزي پارلمان ته وړاندې کړي. د مسیحي دموکرات او مسیحي سوسیال د اتحادي ګوندونو پر دې سربیره د اخراج د قوانینو د سختېدو غوښتنه هم کړې ده. د دوی په خبره، د منلو داوطلبانه پخوانی پروګرام نور باید پای ته ورسیږي.

د پارلمان دغه ګوندي جناح غواړي د سه شنبې په ورځ تر غرمې وروسته، د دغه وړاندیز په هکله تصمیم ونیسي.

ويل شوي چې د حکومت داوطلبانه منلو پخواني پروګرام باید «د ایالتونو او ښاروالیو د محدودو وړتیا په نظر کې نیولو له کبله» نور بايد متوقف شي. اتحادي ګوندونه دا غوښته هم کوي چې د افغانستان له پاره د آلمان د فدرالي حکومت د منلو پروګرام هم باید «فورا متوقف شي، تر کومه ځایه چې دغه پروګرام هغه محلي کارمندان په بر کې نه نيسي چې په افغانستان کې ېې د آلمان له پاره کار کاوه او په همدې دليل هلته ګواښل، تعقیب او آزار او اذیت یا سرکوبه کیږي.»

د اتحادي ګوندونو په عريضه کې همدا شان ويل شوي چې د آلمان فدرالي حکومت باید په دې ارتباط خپل کار ته ادامه ورکړي تر څو ډاډمن شي «چې د اروپايي اتحاديې په ټولو غړو هیوادونو کې د غیرقانوني مهاجرتونه او د پناه غوښتونکو د منلو پر کمښت په چټکه او الزامي توګه توافق کيږي.» د مهاجرت او پناه غوښتنې سیاست اړوند ټولو اصلاحي وړاندیزونو باندې باید حد اکثر د اروپا پارلمان د قانون جوړونې دورې تر پای ته رسیدو پورې چې د ۲۰۲۴م کال په پسرلي کې ده، توافق شوی وي.

د دغه درخواست مطابق، آلمان ته د اروپايي اتحاديې له نورو غړو هېوادونو څخه د ثانوي مهاجرتونه انګیزې هم «په اروپايي اتحاديه کې د ټولنیزو معیارونو په نژدې کېدلو سره» کميږي. په دغه درخواست کې راغلي دي چې «موږ د اروپا په قوانینو کې وضاحت ته اړتیا لرو چې ټولنیزې مزایاوې د پناه غوښتنې تر بهیر وروسته حتی د (اروپايي اتحادیې) په مسئول غړي هېواد کې هم د ترلاسه کولو وړ دي.

په دغه درخواست کې راغلي چې فدرالی حکومت باید د دې ضمانت وکړي چې د اروپايي اتحاديې په خارجي سرحدونو کې پرتو هیوادونو، په ځانګړې توګه چې زیانونه یې ليدلي، ملاتړ ته ادامه ورکړي. فدرالي حکومت دې همدارنګه په ټوله اروپايي اتحاديه کې د ثبت الیکترونيکی سیستمونه بیا هم تر خپل ملاتړ لاندې ولري. که چېرته د غیرقانوني داخلېدو ډېر موارد موجود وي، باید «تر هغه وخت پورې چې د اروپايي اتحاديې خارجي سرحدونه په کافي اندازه محفوظه کیږي، په داخلي سرحدونو کې د امکان وړ وي.

 د دغه درخواست پر اساس، د اصلي امن هېوادونو شمېر هم باید پراخ شي. د آلمان په پارلمان کې مسحيي اتحاد ګوندي حناح په دغه نوملړ کې د ډېرو هېوادونو د شاملېدو غوښتونکی شوی دی.

(AFP)pa/af/mks/bs

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل