1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کډوالو د منلو ظریفت مو وروستي حد ته رسیدلی

۱۴۰۲ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر ايټالیا ته له خپل سفر وړاندې د پولو د کنټرول او په اروپایي اتحادیه کې د کډوالو د «عادلانه ويش» غوښتنه کړې ده. د آلمان ولسمشر وویلي چې د ډیرو کډوالو په منلو کې له ستونزو سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/4WcrO
Deutschland | Berliner Kultursommerfestival in Berlin | Frank-Walter Steinmeier
د آلمان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ وویل چې آلمان د ډیرو کډوالو په منلو کې له ستونزو سره مخ دی. انځور: Jörg Carstensen/dpa/picture alliance

شټاین مایر له یوې ایټالوي ورځپاڼې »کوریره دلا سرا« (Corriere della Sera) سره په مرکه کې دې ته په اشاره چې آلمان د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمایي کې د اروپايي ټولنې په کچه د پناه غوښتنې ډیرې قضيې درلودې وویل: «آلمان د ايتالیا په څیر  د خپل ظریفت تر بریده رسیدلی دی.»

د آلمان ولسمشر زیاته کړه چې آلمان او ایټالیا «درانه پیټي زغمي.» نوموړي په اروپا کې د کډوالو په «عادلانه ویش» ټینګار کړی.

د یوه بل رپوټ له مخې په آلمان کې دوه ګوندونو د افغانانو د پناه غوښتنې د بندیدو غوښتنه کړې ده.

شټاین مایر په بهرنیو سرحدونو کې د «قوي کنټرول» غوښتنه کوي

شټاین مایر د چهار شنبې په ورځ  ایټالیا ته خپل درې ورځینی سفر پیل کړ.

نوموړی به د ایټالیا له ولسمشر سرجو ماتارلا سره وګوري او د ايټالیا په سویل کې به د سیسیل له جزیرې دیدن وکړي.

په دې وروستیو کې د ایټالیا چارواکو د لامیدوزا له کوچنۍ جزیرې سیسیل ته د يو شمير مهاجرو په انتقالولو  پیل کړی دی يعني له هغه جزیره څخه چې ډیر کډوالو ورغلي دي.

Italien Syrakus | Präsident Mattarella trifft Deutschlands Präsident Steinmeier
شټاین مایر د چهار شنبې په ورځ  ایټالیا ته خپل درې ورځینی سفر پیل کړ.انځور: Britta Pedersen/dpa/picture alliance

شټاین مایر اروپا کې د خلکو محدودولو په اړه وویل: «په بهرنیو پولو کې مو «تر ټولو قوي څار» ته اړتیا ده.«

ایټالیا او آلمان د کډوالو پر سر اختلاف لري

د آلمان ولسمشر ټینګار وکړ چې ایټالیا باید د کډوالو په مسله کې یوازې پرینښودل شي او له دغه هیواده باید  د »ډیرو بشرپالو مسؤولیتونو» په منلو مننه وشي.

د ايتالیا ښی اړخي حکومت د هغو قوانیونو د تصویب له کبله چې د کډوالو حقونه محدودوي او په سمندر کې د کډوالو د ژغورنې د عملياتو مخه نيسي، د نیوکو سره مخامخ شوی دی.

شټاین مایر د ايټالیا او المان له حکومتونو غوښتي د اوسنیو اختلافونو په اړه دې یوې هوکړې ته ورسیږي.

تیره اونۍ آلمان له ايټاليا د کډوالو داوطلبانه منل تر نامعلومو مودې وځنډول.

آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ایټالیا پخپله د هغو پناه غوښتونکو بیرته اخیستلو څخه ډډه کوي چې د دوبلین د قانون سره سم د دوی د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د پروسې د پلي کولو مسولیت لري.

په آلمان کې د «کډوالو د وروستي حد» په اړه یو ځل بیا بحثونه تاوده شوي

یو شمیر آلماني سیاستوالو په دې وروستیو کې وړاندیز کړی چې آلمان کې باید  په کلني ډول د کډوالو د منلو لپاره یو حد وټاکل شي.

د محافظه کاره اپوزیسیون مشر فریدریش مارټس وویل چې دا شمیر باید په کال کې ۲۰ زره تنه وټاکل شي. خو د سوسیال دیموکرات ګوند د کورنیو چارو وزیرې نانسي فايزر دغه ډول يو حد رد کړی دی.

په ۲۰۲۳  کال کې، آلمان شاوخوا ۱۷۵ زره د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي او همدا راز  د اوکراین د جګړې له امله تر یو میلیون ډیر بې ځایه شوي آلمان ته راغلی چې دغه کډوال په پناه غوښتونکو کې نه شميرل کیږي.