1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان له ایټالیا څخه د مهاجرو داوطلبانه منل ځنډولي دي

۱۴۰۲ شهریور ۲۳, پنجشنبه

د دې موافقتنامې موخه دا وه چې پر ایټالیې د مهاجرو فشار را کم کړل شي، خو المان ويلي دي چې د مهاجرو د لوړ شمیر له کبله د اوس له پاره نه شي کولی له ایټالیې څخه مهاجر ومني.

https://p.dw.com/p/4WLMt
Italien Aufnahmelager auf Lampedusa überfüllt
انځور: Elio Desiderio/ANSA via ZUMA Press/picture alliance

د المان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه هیواد نه غواړي تر بلې پریکړې يا امر ثاني پورې د داوطلبانه پیوستون د موافقتنامې په چوکاټ کې له ایټالیاڅخه مهاجر ومني.

د دې موافقتنامې په اساس ټاکل شوې وه المان ۳۵۰۰ تنه هغه پناه غوښتونکي ومني چې لومړی د ایټالیا له لارې اروپايي اتحادیي ته داخل شوي وي. د دې کار هدف پر ایټالیا د فشار کمول وو چې د مهاجرو د ورتگ مخ پر ډیریدونکي څپې سره مخامخ دی. المان د دې موافقتنامې له ځنډولو مخکې له دغه هیواد څخه ۱۷۰۰ مهاجر منلي وو.

ولې المان د پيوستون موافقتنامه وځنډوله؟

د المان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د «دي ولټ» ورځپاڼې ته وویل چې دغه پریکړه پر «المان د مهاجرو د زیات فشار» له کبله نیول شوې ده.

د المان د کورنیو چارو وزارت په حواله دا کار قسماً له دې امله هم ترسره شوی دی چې ایټالیا د دوبلین د مقرراتو په اساس د مهاجرو له بیرته اخیستلو یا منلو څخه ډډه کوي.

د دوبلین د قاعدې یا مقرراتو په اساس د اروپایي اتحادیي هغه هیواد چې پناه غوښتونکي د دغه هیواد له لارې اروپایي اتحادیې ته داخل شوي وي، د هغوي د پناهندگۍ غوښتنلیک ته د رسیدگۍ مسئولیت لري.

دا په دې معنی چې هغه په زرگونو پناه غوښتونکي چې په لومړي سر کې ایټالیا ته رسیدلي دي او بیا یي ځانونه اروپا ته رسولي، باید بیرته ایټالیا ته ستانه شي.

خو د ایټالیا ښي اړخی حکومت د ۲۰۲۲م کال له دسمبر څخه وروسته د دې قانون پیروي نه کوي.

د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په روان میلادي کال کې ایټالیې ته د مهاجرو د بیرته ستنولو له ۱۲۴۰۰ غوښتنلیکونو څخه یوازې ۱۰ مواردو ته رسیدگي شوې ده.

په ایټالیا کې د مهاجرو بې سارې زیاتوالی

ایټالیا په اروپا کې د غیر قانوني مهاجرو تر ټولو لوړ شمير لري، هغه مهاجر چې په کوچنیو کښتیو کې د مدیترانې سمندرګي خطرناکې لارې ته زړه ښه کوي. اټکل کیږي چې شاوخوا ۱۰۰ زره مهاجر یوازې په روان میلادي کال کې دغه هیواد ته ورغلي دي.

د ایټالیا ساحلي پوليسو رپوټ ورکړی دی چې یوازې د چهارشنبې په ورځ یعنې په یوه ورځ کې ۵۰۰۰ پناه غوښتونکي د ایټالیې د لامپيدوسا ټاپو ته رسیدلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب