1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: آلمان کې د کډوالو شمېر د ریکارډ تر کچې رسېدلی

۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعه

د یوه رپوټ پر بنسټ آلمان کې شاوخوا ۳،۲۶ میلیونه کډوال ژوند کوي چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله په دې شمیر کې ۱۱۱ زره کسان زيات شوي دي.

https://p.dw.com/p/4W7D8
Deutschland | Flüchtlinge und Asylbewerber in Berlin
انځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance

آلمان کې د کډوالو شمېر د وروستیو څو لسیزو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. د روان کال د جون میاشتې تر وروستیو دغې هېواد کې شاوخوا ۳،۲۶ میلیونه کسان د بهرنیو وګړیو په توګه ثبت شوي وو، چې ۱۱۱ زره کسان پکې د تېر کال پرتله زیات شوي دي.

دا شمېرې د المان د کورنیو چارو فدرالي وزارت د دغې هېواد پارلمان کې د کیڼ اړخه ګوند یوې استازې کلارا یونګر، د یوې پوښتنې ځواب کې ورکړي او د «نویه اوسنابروکه سایتونګ» په نوم یوې المانۍ ورځپاڼې په رپوټ کې خپرې شوي دي.

په دې شمېر کې ټول کډوال، پناه غوښتونکي، له جګړې تښتېدلي او هغه پناه غوښتونکي شامل دي، چې د کیسونه یې رد شوي؛ خو لا یې هم شتون په المان کې «زغمل» کېږي. د دې کډوالو ډېر شمېر یې کلونه او آن لسیزې په المان کې ژوند کوي. د کیڼ اړخه ګوند د مالوماتو پر بنسټ، له ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې دا په المان کې د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی.

تېر یوه کال کې د اوکرایني کډوالو په شمېر کې ۲۹۰۰۰ زره کسان ورزیات شوي او په دې سره د ټولو اوکرایني کډوالو شمېر له یو میلیون اوښتی دی. که څه هم له هغې هېواده د جګړو له امله اوس هم المان ته مهاجرت دوام لري؛ خو ډېر شمېر بېرته اوکراین ته ګرځېدلي دي.

د المان پاسپورټ
د المان پاسپورټانځور: Winfried Rothermel/picture alliance

سربېره پر دې، تېر یو کال کې ډېر شمېر کسانو په المان کې د پناه غوښتنه کړې او یو شمېر بیا د بشردوستانه دلایلو پر اساس له افغانستانه المان ته لېږدول شوي دي.

د دغې ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د د بهرنیو وګړیو د ثبت په ادارې کې تر اوسه شاوخوا ۲۷۹ د اخراج پر شرایطو برابر کسان لست شوي دي. په دې ترتیب، وروستیو کلونو کې د لومړي ځل له پاره د اخراج پر شرایطو د برابرو کسانو شمېر اته سلنه کم شوی دی، چې یو لامل یې د المان په قانون کې د دغو کسانو له پاره د اوسېدو فرصتونو رامنځته کېدل دي.

د دې ورځپاڼې په وینا، د المان پرېښودو په شرایطو برابر شاوخوا څلورم یا پنځم کس د ډولډونګ یا زغم سند لري. د بېلګې په توګه، دا وړ کسان د هغوی د هېواد د حالت یا قانوني او بشري دلایلو له امله نه اخراجېږي، که څه هم د پناه غوښتنې یې رد شوي دي. د المان پارلمان کې د کیڼ اړخه ګوند غړې کلارا یونګر، دغې ورځپاڼې ته ویلي: «د اخراج پر ځای د اوسېدو حق یوه سمه سیاسي لاره ده.»

د هغې په وینا، شميرې ښيي چې هغه کسان چې د المان پرېښودو پر شرایطو برابر دي، دغې هېواد کې زغمل کېږي. د هغې په وينا په دې دلیل په دې اړه د قوانینو سختوالی ښايي مسئولانه نه وي.

(KNA) pa/OD/af