1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

آستين بیا بستر شوی او مسئولیتونه خپلې مرستيالې ته سپارلي

۱۴۰۲ بهمن ۲۳, دوشنبه

د امريکا متحده ایالاتو دفاع وزير، لويد آستین د يکشنبې په ورځ په واشنګټن کې د بېړنیو مراقبتونو په یو واحد کې بستر شو. چارواکو د آستين ناروغي د علایمو له مخې په مثانې پورې اړوند ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/4cIXf
Lloyd Austin | US Verteidigungsminister | beim Treffen mit NATO-Generalsekretär Stoltenberg
انځور: Susan Walsh/AP/dpa/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د والتر ريد پوځي طبي مرکز چارواکو ويلي دي چې آستین د يکشنبې په ورځ د داسې يوې ناروغۍ د درملنې په موخه چې «علايم ېې په مثانې پورې اړوند دي» د بېړنیو مراقبتونو په یوه څانګه کې بستر شوی دی.

د پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت د مطبوعاتو مسئول جنرال رات رایدر، په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې ۷۰ کلن آستين تر هغه وروسته د خپل دفتر چارې، مرستيالې دفاع وزېرې، کتلین هیکس ته وسپارلې.

د امریکا دفاع وزیر تر دې نژدې مخکې کې هم دوه ځله بستر شوی وو.

د امریکا د دفاع وزارت مرستيال وزيره، کتلین هیکس چې دفاع وزیر ورته د خپل دفتر چارې سپارلي
د امریکا د دفاع وزارت مرستيال وزيره، کتلین هیکس چې دفاع وزیر ورته د خپل دفتر چارې سپارليانځور: Leigh Vogel/Pool/Abaca/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو جمهوري غوښتونکو او ديموکرات قانون جوړونکو دواړو تېره میاشت پر لويد آستین او همدارنګه پر ولسمشر جو بایدن نېوکې وکړې چې د دفاع وزیر د سرطان ناروغۍ علایم او همدارنګه په دسمبر او جنوري میاشتو کې د هغه پر له پسې بستر کېدل ېې په ډاګه کړي نه وو.

د پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ، په ګډون یو شمېر بانفوذه جمهوري غوښتونکو ويلي دي چې لويد آستين دې نور له خپلې دندې لاس په سر شي.

رويترز زیاتوي چې دا د بایدن له پاره یوه شرموونکې پېښه ده او آستین خپله د یوې لنډې تلویزيوني وینا پر مهال بخښنه غوښتې ده. ټاکل شوې ده چې د امریکا دفاع وزیر به د خپل وضعیت په هکله د فبروري له ۲۹مې مخکې کانګرس ته معلومات ورکړي.

د روغتون چارواکو د يکشنبې په ورځ ناوخته په یوه اعلاميه کې وويل چې روښانه نه ده چې لويد آستين به څومره وخت په روغتون کې بستر وي. دوی زياته کړې ده چې د آستين د سرطان په هکله مخکيني معلومات په خپل حال دقیق ول اما دا تمه نه وه چې د مثانې اړوند موضوع دې د هغه د بشپړې روغتيا په بهبود کې ستونزه رامنځ ته کړي.

لويد آستین په داسې وخت کې د بېړنیو مراقبتونو په څانګه کې بستر شوی، چې په پلان کې وو د چهارشنبې په ورځ د اوکراین دفاع د تماس ډلې په یوه غونډه کې د ګډون له پاره بروکسل ته سفر وکړي. دا هم روښانه نه ده چې د هغه بستر کېدل به دغه غونډه اغیزمنه کړي او که نه.

(Reuters) mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل