1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا، اوکراین ته د دوامداري مرستي ډاډ ورکړ

۱۴۰۱ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویید استین، د اوکراین د تماس ډلي سره د لیدو پروخت یو وار بیا د متحدینو د ګډ قاطعیت ډاډ ورکړ، چي له اوکراین سره به خپلو کومکونو ته ادامه ورکوي.

https://p.dw.com/p/4NTZM
NATO Ministertreffen in Brüssel zu Ukraine
په بروکسل کي د امریکا او اوکراین ددفاع وزیرانانځور: Olivier Matthys/AFP

لویید استین د په اصطلاح اوکراین د تماس ډلي سره د لیدو پر وخت ټینګار وکړ چي اوکراین ته به نور لازم نظامي تجهیزات ورکوي او د امریکا متحده ایالات او ناټو د خپلو دغو کومکونو د دوامداره ورکولو ضمانت کوي.

په خبره یې دغه ګډ قاطعیت به په راتلونکو هفتو کي د اوکراین دفاعي وضعیت لا ډیر پر تحرک راولي او تقویه کړي. موږ به د اوکراین سره کومک وکړو چي د روسیې د پسرلني عملیاتو په مقابل کي ودریږي او مخته ولاړ سي. استین همدارنګه وویل، روسیه په ناکامۍ سره کوښښ کوي چي د غربیانو اتحاد او قاطعیت «مات» کړي.

پدې ارتباط یو بل مطلب: ستولتنبيرګ: اوکراين د ناټو تر توليد ډېر مهمات کاروي

د تر۵۰ هیوادونو پوري د بروکسل خبري د په اصطلاح رمشټاین ډول، کوم چي د جرمني په راین لنډ فالتڅ ایالت کي د امریکا د هوايي اډې په نامه نومول سوی دی، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لویید استین له خوا یې رهنمايي کیږي.

Belgien | Treffen der Nato-Verteidigungsminister in Brüssel
په برکسل کي د ناټو ددفاع وزیرانانځور: Johanna Geron/REUTERS

دلته خبره تر ټولو دمخه اوکراین ته د وسلو د لیږلو د تنظیم پرسر ده. په دغه ملاقات کي د اوکراین د دفاع وزیر، اولیکسی ریزینیکوف هم برخه اخیستې ده. د جنګي ټانکونو تر ورکولو وروسته اوکراین اوس د غرب له خوا ورته د جنګي جیټ طیارو د ورکولو کوښښ هم کوي.

اوکراین ته د دافع هوا ټانکونو د مرمیو فرمایش ورکول سوی

جرمني اوکراین ته د دافع هوا ټانکونو د نورو مرمیو فرمایش ورکړی دی. دغه خبره د دغه هیواد د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، د اوکراین د تماس ډلي سره د ملاقات پر وخت وکړه. دا پدې معنی چي «موږ به اوس بیرته بیله وقفې څخه د په اصطلاح جنګي ټانکونو د مرمیو تولید په خپلو فابریکو، یعني د راین میټال سره شروع کړو. او هغه به سمدلاسه شروع سي».

د اوکراین په جنګ کي د شاملیدو په هکله یو مطلب: آیا المان په اوکراين کې د جګړې په یوه «اړخ» بدلیږي؟

د مرمیو د ورکولو قراردادونه په جرمني کي د اوکراین د نمایندګانو له خوا امضأ سوي دي. جرمني د پروسږکال دوبي راهیسي جنګي ټانکونه اوکراین ته لیږي. خو د هغوی مرمۍ لږ دي. د نوو مرمیو د تولید په خاطر د راین میټال تسلیحاتي شرکت یوه بله فابریکه اوس په نیدرزاکسن ایالت کي جوړه کړې ده.

زیلنسکي د نورو تسلیحاتو د ورکولو هیله مندي لري

د اوکراین جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي د اوکراین د تماس ډلي د جلسې پر مهال د داسي تصمیم نیولو امیدواري لري چي هیواد ته به یې نوري وسلې هم ولیږل سي. هغه د خپل ویدیويي پیغام له لاري وویل: « موږ پردې باندي کار کوو چي زموږ ټولي معاملې زموږ د ملګرو له خوا د تسلیحاتو د ورکولو پر قراردادونو باندي راوګرځي او هغه منعکس کړي». 

د زیلنسکي اشاره نن سه شنبه په بروکسل کي د اوکراین د تماس ډلي جلسې ته وه، خو د پروسږکال د فبرورۍ پر ۲۴ مه پردغه هیواد باندي د روسیې د حملې د یوکال پوره کیدو په مناسبت لا ډیرو خبرو ته هم وه. زیلنسکي وویل، چي نوی دوه اړخیزه خبري او ملاقاتونه هم پلان سوي دي».

زموږ د آرشیف څخه یو تصویري البوم: