1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيلنسکي د ناټو دفاع وزيرانو په غونډه کې ګډون کوي

۱۴۰۲ مهر ۱۹, چهارشنبه

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي په بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو غونډه کې ګډون کوي. دا لومړی ځل دی چې نوموړی د ناټو مقر ته ورځي.

https://p.dw.com/p/4XNsE
د ناټو مقر
د ناټو مقرانځور: Geert Vanden Wijngaert/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۱مه) د بلجيم پلازمېنې بروکسل ته سفر کوي.

لکه څنګه چې د ناټو پوځي ټلوالې يوه وياند ويلي، زيلنسکي غواړي چې د ناټو له سرمنشي، ينس ستولتنبرګ سره يو ځای د دفاع وزيرانو د غونډې ترمخه يو مطبوعاتي بيان وړاندې کړي.زیلنسکي: د اوکراین ماته کیدای شي د نړیوالې جګړې پیلامه وي

دا د زيلنسکي له خوا لومړی ځل دی چې هغه د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ مياشت کې پر اوکراين د روسيې تر يرغل وروسته په بروکسل کې د ناټو له اصلي مقر څخه ليدنه کوي.زيلنسکي: ۱۶۰جنګي الوتکو ته اړتیا لرو

د يوه تازه خبر له مخې زيلنسکي غواړي چې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو په غونډه کې د لا زيات پوځي ملاتړ غوښتنه وکړي.