1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا د غلو کاروبار هم خراب کړی

۱۴۰۰ فروردین ۱۳, جمعه

کرونا ويروس که له يوه پلوه په آلمان کې عام خلک سخت اغیزمن کړي، بل لوري ته یې غلو ته هم ډېر «تاوان» اړولی دی. خو د بيمو شرکتونو ګټه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3rWxG
Wohnungseinbruch - Einbrecher
انځور: picture alliance/dpa/S. Stein

د کرونا ويروس د بندیزونو له کبله زياتره خلک له کوره په کارونو بوخت دي چې له وجې یې غلو ډېره موقع نه درلودله خپل دنده مخته يوسي او دا لومړی ځل دی چې د بیمې شرکتونو د غلا د پېښو له پاره لږ تاوان ورکړی دی.

د آلمان د بيمې شرکتونو اتحاديې «جي ډي وي» د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې له کومه وخته چې په هيواد کې له کورونو څخه د غلا د پېښو شمیرې راټوليږي، له هغه راهیسې دا لومړی ځل دی چې تېرکال تر ټولو لږ غلاوې شوي دي.

دغه ټولنې په خپل کلني رپوت کې ويلي دي چې په ۲۰۲۰م کال کې د غلاو د پېښو له پاره له بيمو څخه د تاوان غوښتنې ډېري راکمې شوي او ۸۵ زرو ته رسيدلي دي یعني دا غوښتنې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱۰ زره کمې وې.

آلمان- متقاعد سړي غله داسې دوکه کړل چې آن پولیس يې وخندول

دا له ۱۹۹۸م کال راهيسې چې په لومړي ځل د غلاګانو د شمير ثبتولو لړۍ پيل شوې وه، تر ټولو کم شمير دی.

د دغه ټولنې مشر يورګ اسموسن وويل: «د غلاو د کمښت تر ټولو ستر علت دا وو چې خلک د کرونا وبا له کبله زياتره په خپلو کورونو کې ول.»

د آلمان د بيمې شرکتونو اتحاديې په خپل رپوت کې ویلي دي چې د غلاو د کمښت له وجې هغه تاوان چې د بیمې شرکتونو به ورکاوه،۲۳۰ میليون يورو ته راکم شوی دی چې دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۷۰ میليونه کمې پېسې دي. دا تمايل د آلمان په ټولو ۱۶ ایالتونو کې ليدل شوی دی.

هامبورګ: یوه غله څرنګه له یوې ښځې ۵۰ زره یورو وتښتولې؟

اسموسن زياته کړه چې تر کرونا دمخه هم لا له ۲۰۱۵م کال راهيسې په آلمان کې د غلا پېښې کمې شوي دي. علت یې دادی چې د کورونو زياتره څښتنان اوس د کور د خوندي ساتلو له پاره له عصري تکنالوژۍ کار اخلي او په دې برخه کې ډېرې پېسې مصرفوي چې دا نتیجه هم ورکوی.

نوموړي زياته کړه چې د غلا کابو نيمايي هڅې ځکه ناکامې شوي چې غلو کورونو ته د داخليدو له پاره کافي وخت نه درلود.

په آلمان کې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ د غلا په پېښو کې په پرله پسې توګه زياتوالی راغلی وو.

په ۲۰۱۵م کال کې دا پېښې خپل اوج ته ورسيدلې او په دغه کال کې يو لک ۶۷ زره او ۱۳۶ پېښې ثبت شوې وې چې د تر هغه یو کال مخکي په پرتله دوه چنده ډېري وې.

ب. ص/ ن. ز (Richard Connor)

زموږ له آرشيف څخه: