1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

آلمان- متقاعد سړي څنګه دوکه بازان دوکه کړل؟

۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبه

په لويو ښارونو کې د غلاوو پيښې تقریباً په هر هیواد کې شتون لري. خو د غلا داسې يوه پيښه به نادره وي چې په هغې کې غلو غوښتل يو کس دوکه کړي خو برخلاف هغه کس دوی دوکه کړي وي. په آلمان کې دغه ډول يوې پيښې حتی پوليس خندولي دي.

https://p.dw.com/p/3pf1W
EINSCHRÄNKUNG Ticket nach Berlin Folge 13 Übungsbild
انځور: DW

داسې يوه پيښه د آلمان په سويلي ښار، کونسټانس کې رامنځ ته شوې ده. په دغه ښار کې څو نامعلومو کسانو يوه متقاعد کس ته ټيلفون کړی وو او ورته يې ويلي وو چې په کوم کور چې ته اوسیږئ هلته د يوې لوېې پلان شوې غلا شدید خطر موجود دی. دې سره دغه شخص غوښتل تر څو په کور کې يې موجود ټول زیورات او قیمتي شیان د حفاظت لپاره په موقتي توګه پولیسو ته وسپاري.

کوم شخص چې تيلفون کړی وو، متقاعد کس ته ېې ځان د ځايي پولیسو د ادارې کارکونکی ښوولی وو او زیاته کړې وه چې څو ساعته وروسته به يو بل پولیس په ساده جامو کې د کور مخې ته درشي او د هغه تر رسيدو پورې بايد د کور ټول قیمتي شیان په يوه بيګ کې ځای پر ځای او د کور دروازې مخې ته يې کيږدې.

متقاعد سړي تر لږ فکر کولو وروسته له پخلنځي څخه د هګۍ پخولو يو زوړ لوښی يا تخم پزي راخلي او له هغو سره د کور يو شمیر نور بيکاره او زاړه شیان يو ځای کوي او په یوه بيګ کې يې په ډيره سمه طریقه ځای پر ځای کوي او بیا بيګ د کور د دروازې مخې ته ږدي. تر يو څه ځنډ وروسته يو کس د متقاعد سړي کور مخې ته راځي او دروازې مخې ته ايښودلی «له زيوراتو ډک» بیګ پرته له دې چې منځ يې وګوري اخلي او فورا له سيمې ځان غيبوي.

Deutschland Bodensee Meersburg
د کونستانتس ښار يوه سیمهانځور: picture-alliance/Arco Images/J. Moreno

متقاعد سړی تر دې وروسته ځايي «اصلي» پولیسو ته ټيلفون کوي او ټول کيسه ورته په تفصيل سره بیانوي. پولیس د متقاعد سړي د کيسې په اوریدلو سره خاندي او په دې هم خوشاله کيږي چې متقاعد سړي غلو ته ښه سبق ورکړی دی.

د کونسټانس ښار پولیسو د جمعې په ورځ وويل چې دغه پيښه د چهارشنبې په ورځ (د فبروري ۱۷مه) رامنځ ته شوې ده. پولیسو هغه مهال ويلي وو چې پيښه يې درج کړې او د تورنو مجرمانو د موندلو په موخه يې لټون پيل کړی دی.

د پولیسو په وينا چې دوی د «دوکه شوو دوکه بازانو» د نيولو په هڅه کې دي. د کونستانس ښار پولیس وايي چې ممکن دوکه کونکي به دوه کسان وي، خو لا روښانه نه ده چې دوی دواړه به نارينه وي او که يو نارينه او يوه به يې ښځه وي.

د پوليسو په خبره، کوم کس چې د متقاعد سړي د کور له مخې بيګ اوچتاوه، طلايي رنګه مصنوعي ايښتان يې په سر کړي وو.

پوليسو په خپلې ويب پاڼه کې د پيښې په اړه معلومات خپاره کړي او له خلکو يې غوښتي چې د دا ډول کسانو د لیدلو په صورت کې ورسره اړيکه ونیسي.

دویچه وله اردو/م.ک.ص./ا.ا.