1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

هامبورګ: یوه غله څرنګه له یوې ښځې ۵۰ زره یورو وتښتولې؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳, چهارشنبه

یوه غله د آلمان په هامبورګ ښار کې د یوې ښځې دستکول چې په کې ۵۰ زره یورو وې، غلا کړی دی. ښځې ځکه دومره ډیرې نغدې پیسې له ځان سره لرلې چې د کرونا له ویرې یې له بانک څخه خپلې سپما کړې پیسې راایستلې وې.

https://p.dw.com/p/3bFvY
Symbolbild | Geld | Umschlag
انځور: imago images/teamwork/A. Duwentäster

په هامبورګ کې یوه غله د یوه بانک مخې ته له یوې ښځې ۵۰ زره یورو غلا کړي. ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې غله د ښځې دستکول چې دغه پیسې په کې موجودې وې تښتولی دی.

د آلمان خبري آژانس د هامبورګ د پولیسو د یوې ویاندې په حواله لیکلي دي: «دا نادره خبره ده چې د دستکول د غلا کولو په پیښه کې دې دومره ډیرې پیسې ورکې شي.»

ښځې له بانک څخه خپلې ټولې سپما شوې پيسې ځکه ایستلی وو چې ویره یې لرله چې د کرونا له کبله د رامنځ ته شوي اقتصادي کړکیچ په پایله کې به بانک ډیوالي شي او بیا به د هغې پیسې ور نه کړای شي.

دغې ۵۲ کلنې ښځې د اپریل میاشتې د ۱۶مې نیټې پر ماښام له بانک خپل ټول پس انداز راوایست او په خپل دستکول کې یې کیښود. کله چې هغه له بانک څخه تر وتلو وروسته د خپل موټر پر لور روانه وه، نو پر بایسکل سپور یوه کس یې ترې دستکول وتښتوه.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه پیښه یوازې یو تصادف دی او که دغه ښځه د یوې پلان شوې غلا هدف ګرځیدلی ده.

زموږ له آرشیف څخه: