1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې ډېر خلک بيرته روسيې ته ستنيږي؟

۱۴۰۲ مهر ۱۴, جمعه

پر اوکراين د ورسیې تر يرغل او عمومي بسيج وروسته په ۲۰۲۲م کال کې په لکونو خلک له روسيې څخه وتښتېدل. خو ځينې دغه کسان اوس بېرته ستانه شوي دي. ولې؟

https://p.dw.com/p/4XCyD
د مسکو سور ميدان
د مسکو سور ميدانانځور: Achim Scheidemann/dpa/picture alliance

پر اوکراين د روسيې د هراړخيز يرغل وروسته د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۲۴مه، کيرا لومړی ګرجستان او بيا اسرائيل ته سفر وکړ. آنا چې يوه بله روسۍ ده ارمنستان ته ولاړه. او يوري د ۲۰۲۲م کال په مني کې له روسيې څخه ووت. کله چې ولسمشر ولاديمير پوتين د عمومي بسيج اعلان وکړ، يوري ډېر ژر قزاقستان ته ولاړ.

دوی ټول له دويچه ويله سره په خبرو کې پر اوکراين د روسيې يرغل غندي، خو بيا هم درې واړه بېرته د روسيې فدراسيون ته ستانه شوي دي. نومونه يې د امنيتي دلايلو له مخې په دغه ليکنه کې تغيير شوي دي. کيرا ۲۷ کلنه ده او وايي چې »په هغه وخت کې راته ناممکن برېښېدل چې په روسيه کې به پاتې شم.«زیلنسکي: د اوکراین ماته کیدای شي د نړیوالې جګړې پیلامه وي

له ګرجستان څخه کيرا اسرائيل ته سفر وکړ چېرته چې هغه يوه پوهنتون کې شامله او د يوه بورس په لرلو سره په ليليه کې استوګنه شوه. خو له بورس سره تړلې پيسې ورباندې په دوبي کې کمې کړل شوې او هغه په اسرائيل کې د کار کولو اجازه هم نه درلوده. له دې کبله يې په روسيه کې له يوه سازمان سره کار کولو ته غوښتنليک واستاوه. نوموړې ټینګار کوي چې »زه غواړم په مسلکي توګه پرمختګ وکړم، اوس چانس راکړل شو او استفاده مې ترې وکړه.«پوتين: هره ورځ زر تنه په پوځ کې د شامليدو په موخه نوم ليکنه کوي

کيارا د خپلې نوې دندې له امله روسيې ته ستنه شوه، خو د اسرائيل په پوهنتون کې لا شامله ده. هغه وايي چې »زما په روح کې ټپونه بايد ورغيږي او زه کوښښ کوم چې سترو ښارونو کې ونه اوسېږم. زه په خپل ځان کې د هغه څه په وړاندې مقاومت محسوسوم چې په روسيه کې پېښيږي او زه اکثراً غواړم سترګې پرې پټې کړم. او اسرائيل زما له پاره يو ستونزمن هېواد هم و.«

آنا هم د ۲۰۲۲م کال په اپريل کې د خپل سفر په اړه وايي چې »ارمنستان زما له پاره يوه ناڅاپي پرېکړه وه. خو هلته راته څرګنده شوه چې ما نه غوښتل په دغه هېواد کې واوسم، بلکې دا له ځان څخه تېښته وه. نوموړې ۳۱ کلنه ده، د بازارموندنې برخه کې مديره ده او کولی شي چې له کور څخه هم کار وکړي. خو له يو څو مياشتو وروسته يې بيا پرېکړه وکړه چې ارمنستان به شا ته پرېږدي. آنا وايي چې »اصلي خبره دا ده چې غواړم ېرته روسيې ته  ستنه شم او په دې اعتراف وکړم چې سړی خپله هم بايد مسئوليت ومني.«

هغه زياتوي چې نه غواړي »جګړه عادي« وبولي او زياتوي چې تل يې ډار او ويره ځوروي، خو »سړی بايد اوږدې مودې له پاره په ويره کې ژوند ونه کړي.«

يوري پروګرامر دی او وايي چې د جګړې په پيل کې ناراحته نه شو او دا چې عمومي بسيج هم دی په ډار کې نه دی اچولی. خو سره له دې بيا يوري يو څو مياشتې په قزاقستان او بيا په قرغيزستان کې تېرې کړې. خو نوموړی په ژمي کې بېرته روسيې ته ستون شو او وايي چې »زه په روسيې پسې خپه وم. ما غوښتل خپل کور ته ستون شم او بېرته خپل آپارتمان کې واوسېږم.«

سربېره پر ده په روسيه کې د ده والدين، يو معيوب ورور او د ژوند ملګرې يې هم اوسيږي چې د ۱۳ کلونو راهيسې ورسره ګډ ژوند کوي.روسيه وایي پر شپږو سيمو یې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه شوي

د احصايې د کارپوهانو په حواله چې ارقام يې د کوربه هېوادونو او بېلابېلو ادارو پر معلوماتو بنا دي، په ۲۰۲۲م کال کې لږ تر لږه ۵۰۰ زره تر ۸۰۰ زره کسان له روسيې څخه وتلي دي. په دې ترڅ کې د مهاجرت دوې څپې وليدل شوې. يوه د روسيې له خوا پر اوکراين د اشغال پروخت او بله په روسيه کې د عمومي بسيج تر اعلان وروسته وليدل شوه.

په مسکو کې د مېشتې ټولنپوهې، ليوبوف بوروسياک په خبره ډېر کسان دغسې هېوادونو ته ورسېدل چې هلته يې د اوسېدلو هيڅ تصور نه شوای کولی او دا چې دوی معتبر اسناد او کافي پيسې هم له ځان سره نه لرلې. د بوروسياک په خبره »د دغو کسانو يوه برخه وروسته حد اقل د يوې مودې له پاره روسيې ته بېرته ستنه شوه.«

چېوتايوا، ايرينا/ن.ص./ن.ز.