1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلو هوايي بريدونو د «اسلامي جهاد» هدفونه په نخښه کړي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

د یوې اونۍ راهیسې په غزه کې د اسرائیل او وسله والو فلسطینیانو ترمنځ اوربند حاکم و. اوس په ناڅاپي ډول اسرائیل په ساحلي سیمه پراخ بریدونه کړي چې د «اسلامي جهاد» وسله والې ډلې د لوړپوړو غړو په شمول ۱۲ تنه په کې وژل شوي.

https://p.dw.com/p/4R4ZE
Gazastreifen | Israel startet Luftangriffe in Gaza
انځور: Ali Jadallah/AA/picture alliance

اسرائیلو په غزې تړانګه کې د«اسلامي جهاد» په نوم د وسله وال فلسطیني سازمان دری تنه لوړپوړې غړي په هدفي بريد کې وژلي دي. د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله په غزه او رفح ښارونو کې د هوایي بریدونو په پایله کې د دغه قوماندانانو د ښځو او ماشومانو په ګډون په مجموع کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د اسرائيل د تأسیس ۷۵ کلیزه؛ يو ملت چې هيڅکله دومره بې اتحاده نه وو

اسرائیلي پوځ د «ډال او تیر» په نامه د دغو عملیاتو دلیل تیره اونۍ د غزې له تړانګې څخه د اسرائیل پر سرحدي سیمه د توغندیو توغول کیدل په ګوته کړي دي. دغه پراخ عملیات په ناڅاپي ډول ترسره شول، ځکه له نږدې یوې اونۍ راهیسې اوربند نافذ و.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

اسرائیلي پوځ ویلي دي د دغو عملیاتو هدف د «اسلامي جهاد» وسله والې ډلې دری تنه غړي ول چې یو یې قوماندان خلیل باهیتیني و، کوم چې د غزې تړانګې د شمالي برخې د عملیاتو مشري یې کوله او ویل کیږي چې پر اسرائیلو د وروستیو توغندیزو بریدونو مسئول و. دویم یې جاهد احنام د ملیشه و مشر او همدارنګه دریم ېې طارق آز الدین وو چې د اردن سيند په لویدیځه غاړه کې به یې بریدونه پلان او تنظیمول. سربیره پر دې په خان یونس کې د توغندیو جوړولو فابریکه او د اسلامي جهاد ډلې نور تاسیسات په نښه کړای شوي دي.

تیره اونۍ په غزې تړانګه کې د یوه فلسطیني زنداني تر مړينې وروسته د اسلامي جهاد ډلې پر اسرائیلو لسګونه توغندي او د هاوان مرمې وتوغولې چې په نتیجه کې یې په ډیر شمیر کې کسان ټپیان شول. د «اسلامی جهاد» ډلې جګ پوړی غړی قدیر عدنان وروسته له نږدې دری میاشني د نه خوړلو اعتصاب څخه په اسرائیلي زندان کې مړ شو.

د اسرائیلي محبس د چارواکو په حواله عدنان په یوه ترهګریز سازمان کې د شکمن غړيتوب او د ترور او کرکې پارونې د ملاتړ په تور بندي و. د اسرائیلي پوځ ویاند ریچرډ هیچت، له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې په مجموع کې ۴۰ الوتکو په دغو عملیاتو کې برخه اخیستې وه او پوځ خپل هدف ترلاسه کړی دی.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

 هیچت، د ماشومانو او ښځو د وژل کیدو په اړه پوښتنې په ځواب کې وویل، راپورونه به و ارزول شي: «مونږ تروریستان په نښه کړي دي. که د مړينې خواشینکونکي پيښې هم موجود وي، مونږ به یې وڅیړو». نوموړي زیاته کړه چې دغه بریدونه لا تیره اونۍ پلان شوي وو.

په الاقصی مسجد کې تر ۳۵۰ ډېر فلسطینیان نیول شوي

اسرائیلو مخکې تر دې هم څو واره په غزې تړانګه کې د «اسلامي جهاد» ډلې یو شمیر مشران د هدفي بریدونو په ترڅ کې په نښه کړي دي. د تیر کال په اګست کې د دغې ملیشه ډلې مشر خالد منصور د اسرائیل د هوایي برید په پایله کې وژل شوی و. په دغه برید کې د منصور سرپرست او د دغې ډلې یو بل غړی هم وژل شوی و.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص