1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ميلیونو کوچنیان د طبیعي آفاتو د خطر سره مخامخ دي»

۱۴۰۰ مهر ۵, دوشنبه

د سيف د چلدرن سازمان په حواله د سختي ګرمۍ لا ډیري څپې، سیلابونه، وچکالي او د ځنګلونو اورونه به په راتلونکې کي کوچنيان د هغوی تر والدينو ۷ واره ډیر له سختو خطرونو سره مخامخ کړي.

https://p.dw.com/p/40uwZ
WS | Indien weiterhin Starkregen in Jaipur
انځور: Vishal Bhatnagar/NurPhoto/imago images

سیف د چلدرن یا د کوچنیانو د حقوقو مدافع سازمان د بروکسل د وریجا پوهنتون سره په ګډه دې نتجې ته رسېدلي دي چي په راتلونکې کي به طبيعي آفات کوچنيانو له خطر سره مخامخ کړي. د دغه رپوټ د خپرولو دلیل سبا سه شنبه(د سپټمبر ۲۸ مه) په میلان کي د «یوت فور کلایمیت» لخوا په همدې اړه د یوه پروګرام شروع کیدل دي.

د ياد سازمان (په بحراني اب وهوا کي زیږیدلی) په نوم رپوټ کي راغلي دي چي «ولي باید موږ اوس په عمل لاس پوري کړو، تر څو د کوچنیانو حقوق تأمین سي.»

په رپوټ کي راغلي دي چي په افغانستان کي کوچنیان تر پخو او زړو خلګو ۱۸ واره ډیر د سختي ګرمۍ او جولې وهلو له خطر سره مخامخ دي. په مالي هیواد کي بیا کوچنیان لس واره د خرابو زراعتي محصولاتو څخه متضرر کیږي، نسبت د هغو والدینو ته.

د رپوټ په حواله «ځیني کوچنیان کیدلای سي په عین وخت کي د مختلفو او څو طبیعي حوادثو سره مخامخ سي.»

خصوصأ هغه کوچنیان چي والدین یا لږ یا متوسط عاید لري، له سختو طبیعي افاتو سره د مخامخ کیدو خطر یې هم ډیر دی. هغوی ته دا خطر موجود دی چي مثلاً ژر په ساري ناجوړیو باندي اخته سي، له سؤ تغذي سره مخاخ او یا یې د سیلابونو او اورونو په سبب کورونه ونړيږي او بې کوره سي.

دغه ډول طبیعي آفات کیدلای سي په خپل نوبت سره په ميلیونو کوچنیان غربت ته ورټیله کړي؛ هغه د لسونو کلونو پرمختګونه چي د لوږي د له منځه وړلو په لار کي تر سره سوي وي، کیدلای سي په دې سره کاملاً نابود سي.

د سیف د چلدرن سازمان رئیسه، انګر آشینګ خبرداری ورکوي او وايي، چي نوی رپوټ د کوچنیانو د اوسني او راتلونکي نسلونو په باب یو سخت تریخ واقعیت بیانوي.

TABLEAU | Indien Zyklon Tauktae
انځور: FRANCIS MASCARENHAS/REUTERS

په امریکا متحده ایالاتو او کاناډا کي د سختي ګرمیو وروستیو څپو، په اسټرالیا کي د ځنګلونو سوځیدل او په اروپا او چین کي د وچکالیو مختلفي مرحلې دا په اثبات ورسوله چي په دنیا کي یو اطمیناني ځای هم وجود نه لري. په خبره یې «بېله یوې عاجلي معاملې څخه موږ خپلو کوچنیانو ته یو وژونکې اینده په میراث باندي پريږدو.»

آشینګ اضافه کوي، چي اقلیمي بحران په حقیقت کي د کوچنیانو د حقوقو بحران دی. ځکه نو ضرور ده، چي ځانونه د فوصیلي انرژۍ، لکه تیل او سکرو څخه خلاص کړو، مالي ډاډمنتیا رامنځته او له هغه چا سره ډیر کومک وسي چي تر ټولو ډیر له طبیعي آفاتو سره مخامخ سوی وي.

که د مځکي د کرې ګرمي په ۱،۵ درجې د سانتي ګراد کي وساتل سي، نو به د هغو کوچنیانو له پاره هم ښه اینده تضمین سي چي لا زیږیدلي نه دي. د دې په خبره په راتلونکي کي باید د کوچنیانو د حقوقو غوښتنه د اقلیمي بحثونو په مرکز کي شامله سي.