1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يونيسف: خوارځواکي د اتو ميليونو ماشومانو ژوند ګواښي

۱۴۰۱ تیر ۲, پنجشنبه

د يونيسف په حواله د اوکراين د جګړې، د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د وچکالۍ او د کوويد -۱۹ وبا له کبله سږ کال بیې په ډېره چټکۍ سره لوړې شوي دي. افغانستان هم په ډېرو اغيزمنو هېوادونو کې شامل دی.

https://p.dw.com/p/4D8QY
Jemen | Unterernährtes Kind
انځور: Mohammed Mohammed/Photoshot/picture alliance

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې خوارځواکۍ د روان کال له پېل راهيسې نور ۲۶۰ زره ماشومان اغیزمن کړي دي.

په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې لا دمخه ۸ ميليونه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د سختې خوارځواکۍ له کبله د مرګ له خطر سره مخ دي.

زياته شوې چې د دې ماشومانو زياتره یې په ۱۵ هغو هيوادونو کې دي چې د خوراکي توکو او دارو درملو له شديد کمښت سره مخامخ دي. له دې بحران سره په مخامخ هېوادونو کې افغانستان، ايتوپيا، هايتي او يمن هم شامل دي.

خوارځواکي د بدن د معافيتي سيسټم د کمروزي کیدو باعث ګرځي چې دا په هغو ماشومانو کې چې لا پنځه کلن شوي نه وي، د مرګ خطر د ښو تغذيه شويو ماشومانو په پرتله ۱۱ چنده زياتوي.

مرستندويه سازمانونه: په افغانستان کې د سينه بغل ناروغي ډېره شوې

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په رپوټ کې راغلي دي چې خوارځواکۍ د ۲۰۲۲م کال له پېل راهيسې ۲۶۰ زره نور ماشومانو هم اغیزمن کړي دي. زياته شوې ده چې د اوکراين د جګړې او د پرله پسې وچکالۍ له کبله چې د اقليم بدلون یې لامل دی، د خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي دي.

رپوټ وايي چې پر اقتصاد د کوويد – ۱۹ وبا اغیزې هم د دې لامل شوي چې په ماشومانو کې خوارځواکي ډېره شي.

«نور وخت له لاسه نه شو ورکولی»

یونيسف وايي چې د دغه بحران سره د مبارزې له پاره د مرستې د ۱،۲ ميلياردو ډالرو يوې بستې ته په عاجله توګه اړتيا ده. د يونيسف اجرائيوي مشرې کاترين رسل، وويل چې د نړۍ اوه مخکښ هيوادونه به ډېر ژر د «جي ۷» «د وزيرانو په کچه غونډه کې د ګډون له پاره په آلمان کې سره راټول شي او دغه هيوادونه د دې ماشومانو د ژغورنې له پاره يوه نادره موقع په لاس کې لري.»

هغې وويل: «د ضايع کولو له پاره نور وخت نه لرو. د قحطۍ اعلان ته انتظار په دې معنا ده چې د دې ماشومانو مړینې ته انتظار وشي.»

ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)

زموږ له آرشيف څخه: