1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويتنام: یاګي توپان کابو ۳.۳۱ ملیارډ ډالر مالي زیان اړولی

۱۴۰۳ مهر ۷, شنبه

ويتنام د شنبې په ورځ وويل چې د دغه هېواد په شمال کې د یاګي په نوم ځواکمن توپان کابو ۳ اعشاريه ۳۱ مليارډ ډالر مالي زیان اړولی دی. په دغه توپان کې نژدې ۳۰۰ کسان مړه شوي او په لسونو نور لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/4lBkN
ويتنام، ياګي تیفون توپان
په ویتنام کې یاګي تیفون توپان کې د ېوې کارخانې تخریب شوی ساختمانانځور: Minh Nguyen/REUTERS

د ویتنام دولتي رسنۍ د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې په شمال کې د یاګي تیفون ځواکمن توپان کابو ۸۱نیم ترليونه دانګ (۳ اعشاریه ۳۱ ملیارډ ډالر) یا د مخکني اټکل دوه برابره ډېر زیان اړولی دی.

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په دغه توپان کې ۲۹۹ کسان وژل شوي او ۳۴ نور لادرکه دي. سربېره پر دې د ویتنام ستر صنعتي صادراتو بهیر زیانمن شوی، تاسیسات او کارخانې تخریب شوي او په جاري شوو سېلابونو کې کرهڼيزې ځمکو، کورنو او پلونو ته هم زیانونه اوښتي دي.

د ويتنام دولتي خبري آژانس د کرهڼې د وزير، لي مينه هوان، له قوله وويل چې «د ابتدايي اټکل له مخې په مجموع کې د اقتصادي زیان کچه له ۸۱نیم تريليون دانګ څخه زیات دی چې تر ډېره د ځمکې ښوېدنې پېښو او سيلابونو له کبله اوښتي دي.»

هوان له چارواکو وغوښتل چې خلکو سره د تولیداتو له سره پېليدو کې مرسته وکړي او د عرضې او بيې د ټيټې ساتنې په برخه کې ډاډ ورکړي.

د ویتنام پلان وزارت د روانې مياشتې په سر کې په یوه لومړنۍ محاسبه کې د اوښتو زیانونو مقدار ۱ اعشاريه ۶ ملیارډ ډالر اټکل کړی وو. دغې اټکل د ویتنام د چيپونو صنعت ته په سلو کې صفر اعشاریه ۱۵ سلنې ګواښ کړی، هغه صنعت چې سږکال ېې د ۶ اعشاریه ۸ نیولې تر ۷ سلنې پورې د اقتصادي ودې وړاندوينه شوې وه.

یاګي تیفون توپان د روانې ميلادي مياشتې سپتمبر په سر کې پيل شوی دی.

(Reuters)mks/aa/

له آرشیف څخه (05.06.2024):