1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې شدیدو بارانونو او سیلابونو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۳ مرداد ۱۲, جمعه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې د موسمي اورښتونو له کبله راوتلو سېلابونو په روانه اونۍ کې د لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند اخیستی دی. د نورو ترڅنګ د پاکستان د لاهور ښار ډېر اغیزمن شوی دی.

https://p.dw.com/p/4j2LB
په لاهور کې سېلاب
چارواکو زياته کړې چې د پاکستان دويم ستر ښار لاهور کې دومره ډېر باران شوی چې په تېرو څلويښتو کلونو کې یې ساری نه ليدل کیږي.انځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م د اګست پر ۲مه) وويل چې د مون سون د موسمي بارانونو له کبله په دغه هیواد کې پراخ زیانونه اوښتي دي. چارواکو زياته کړې چې د پاکستان دويم ستر ښار لاهور کې دومره ډېر باران شوی چې په تېرو څلويښتو کلونو کې یې ساری نه ليدل کیږي.

د مون سون موسم په راتګ سره تېره اونۍ په ټوله جنوبي آسيا کې سېلابونه را ووتل او د ځمکې ښوېدنې پېښې رامنځته شوې چې له کبله یې د پاکستان په ګاونډ کې پروت هند کې لږ تر لږه ۱۹۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او تر ۲۰۰ ډېر نور لادرکه دي.

د پاکستان په شمالي برخو کې هم سېلابونو کورونه ونړول او د بريښنا د مزو د شارټۍ باعث شول.

د سوات سیلاب ځپلي په کوم وضعیت کې دي؟

د پنجاب ایالت چارواکو په دغه ايالت کې د مړو شمير شپږ تنه ښوولی او خبرداری یې ورکړی دی چې په روانه اونۍ کې به ښايي نور سېلابونو هم را ووځي.  همدا راز ويل شوي چې «په لاهور کې د باران ۴۴ کلن ریکارډ يو ځل بيا مات شوی دی.»

بل خوا د پاکستان په خیبر پښتونخوا ايالت کې هم اورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زيان اړولی دی. د دې ايالت د پېښو د مدیريت د ادارې وياند انور شهزاد، د رويترز خبري آژانس ته وويل چې په تېرو دريو ورځو کې د سېلابونو او بارانونو له کبله د دولسو ماشومانو په ګډون يو شمير کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

څو ورځې تر مخه د دغه ایالت په کوهاټ کې د يوه کور تهکاوۍ ته د سېلاب د اوبو د داخليدو له کبله د يوې کورنۍ ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو چې ماشومان هم پکې شامل ول.

د ملګرو ملتونو په څېر نړيوال سازمانونه پاکستان ته د يوه داسې هېواد په توګه ګوري چې د اقليم بدلون او موسمونو د شدید کيدو له کبله ډېر اغیزمن دی. په ۲۰۲۲م کال کې په دغه هېواد کې سختو سېلابونو د ۱۷۰۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند اخيستی وو او نور په ميليونو کسان یې بې ځایه کړي ول.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب