1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن: پريکړه مي د امريکايانو د ژوند ژغورني له پاره وه

۱۴۰۰ شهریور ۱۰, چهارشنبه

له افغانستان څخه د ټولو امريکايي عسکرو تر وتلو وروسته ولسمشر جو بايدن خپله لانجمنه پريکړه توضيح کړه. هغه وويل چې دا تصميم یې د «امريکايانو د ژوند ژغورنې په موخه» نيولی.

https://p.dw.com/p/3zl7p
USA I Präsident Joe Biden zur Lage in Afghanistan
انځور: Evan Vucci/AP/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن په سپينه ماڼۍ کې وويل چې د اګست تر ۳۱مې نيټې پورې د عسکرو بيرته راستنول يوازې «په خپل سر ټاکل شوی يو ضرب الاجل» نه وو، بلکې «د امريکايان د ژوند ژغورنې په موخه دا ډول سنجول» شوی وو.

نوموړي وويل چې سلف دونالد ترمپ يې له طالبانو سره هوکړه کړې وه او د امريکايي ځواکونو پر ايستلو یې توافق کړی وو. بايدن زياته کړه چې ما دا انتخاب لاره چې د ترمپ پريکړه عملي کړم او يا دا چې په زرونه نور عسکر افغانستان ته وليږم او او دغه ماموريت ته دوام ورکړم.

بايدن په خپلو خبرو کې زياته کړه چې  د دې اوږدې جګړې ختمول تر ټولو ښه بديل وو. هغه ټينګار وکړ چې هغه نه غوښتل دا جګړه اوږده کړي. نوموړي زياته کړه: «اوس د دې جګړې د ختمولو وخت را رسېدلی وو.»

ولسمشر جو بايدن د خلکو را ايستل يو غير عادي بری وباله. هغه وويل: «موږ د تاريخ يو تر ټولو ستر هوايي پل رامنځته کړ.» نوموړي زياته کړه چې هیڅ بل هېواد ورته عمليات نه دي ترسره کړي.

بايدن تر هغه وروسته چې د دوشنبې په ورځ له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو اخراج بشپړ شو، ملت ته په خپلو لومړيو څرګندونو کې وويل چې په افغانستان کې موجود ۹۰ سلنو امريکایانو چې غوښتل يې له افغانستان څخه ووځي، په دې کار بريالي شول.

داسې اټکل کيږي چې د ۱۰۰ او ۲۰۰ په منځ کې امريکايي وګړي اوس هم په افغانستان کې دي. بايدن په دې اړه نيوکې چې د اخراج پروسه کيدای شوای په نوره هم په منظم ډول ترسره شوې وای، رد کړې. نوموړي وويل هغه «ننګونې» چې موږ ورسره مخامخ وو «مخنیوی» یې ممکمن نه وو.

بايدن ترهګرو ته ګواښ وکړ

د ولسمشر جو بايدن په وينا به امريکا متحده ایالات له افغانستان څخه پر وتلو سربيره هم د داعش پر سيمه ایزې څانګې نظر وساتي. نوموړي، دغي ډلې ته چې د کابل پر هوايي ډګر د تازه بريد پړه یې منلې ده، ګواښ وکړ چې تعقيب به شي. هغه زیاته کړه: «موږ لا له تاسې سره حساب برابر کړی نه دی.»

بايدن وويل چې له افغانستان څخه د وتلو وروسته به هم د ترهګرۍ ضد جګړه دوام ولري، پرته له دې چې هلته ځمکني ځواکونه ولرو.

بايدن د طالبانو د چټک پرمختګ پړه پر پخواني افغان حکومت او امنيتي ځواک ور واچوله. هغه وويل چې د ټولو تمو برخلاف افغان امنيتي ځواک د طالبانو په مقابل کې يو پياوړی مخالف ثابت نه شو.

هغه وويل چې افغان حکومت وپاشل شو او پخوانی ولسمشر غني له هيوادوه وتښتېده. په دې توګه هغوی دغه هيواد «خپلو دښمنانانو ته پرېښود، يعني طالبانو ته.»

پر بايدن نيوکې

بايدن د عسکرو د را ايستلو پر وخت د قسمي ګډوډيو، د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو او پر کابل هوايي ډګر د وروستيو خونړيو بريدونو له کبله چې تر سلو زيات انسانان پکې ووژل شول، د سختو نيوکو سره مخ شو.

په وژل شويو کې ۱۳ امريکایي عسکر هم شامل دي.

طالبانو د کابل هوايي ډګر د ګډوډيو پړه پر امریکا واچوله

پر بايدن له دې کبله هم نیوکي کيږي چې يو شمير امريکايي وګړي لا په افغانستان کې پرېښوول شوي دي. خو ولسمشر ټینګار وکړ چې امريکا د هغو چې غواړي له افغانستان څخه ووځي، د انتقالولو کلکه اراده لري. هغه وويل: «د پاتو شويو امريکايانو له پاره هیڅ ضرب الاجل موجود نه دی.»

دوشنبه د شپې له کابل هوايي ډګر څخه د وروستيو امريکايي عسکرو له راوتلو سره په افغانستان کې تر کابو شلو کلونو وروسته نړيوال ماموريت پای ته ورسيده.

د راتلونکي له پاره زده کړې

بايدن په دې ترڅ کې د راتلونکي د پوځي ماموريتونو له پاره د پراخو پايلو خبره وکړه. هغه وويل: «موږ بايد له خپلو سهوه زده وکړو.»

هغه وويل چې د افغانستان په اړه پريکړه يوازې په افغانستان پورې اړه نه لري، بلکې دا د داسې يوه ستر پوځي ماموريت د ختمولو په اړه وه چې نورو هيوادونو ته د تغير د ورکړې موخه یې درلودله.

بايدن زياته کړه: «راتلونکي ماموريتونه بايد روښانه او د لاس رسي وړ وي. او هغه بايد پر دې سربيره «په اساسي توګه د امريکا پر ملي امنيتي موخو» تمرکز وکړي.»

بايدن وويل چې په افغانستان کې مو وليدل چې څرنګه د ترهګرۍ ضد مبارزې ماموريت په داسې يوه ماموريت واښت چې د وسله والو پر ضد یې جګړه وکړه او همدا راز یې ملت جوړونه او د يو ديموکراتيک او متحد هيواد رامنځته کيدل مشاهده کړل.

بايدن زياته کړه: «دا هغه څه دي چې افغانستان په پيړيو پيړيو کې نه وو ترلاسه کړي.» ولسمشر زياته کړه: «کله چې موږ دا ذهنيت او دا ډول ستر پوځي ماموريتونه تر شا پريږدو، موږ به پر کور پياوړي، اغیزناک او مطمئن تر واوسو.»

ب. ص/ ن. ز (dpa, rtr, afp)