1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: امريکا د کابل هوايي اډې د ګډوډۍ مسئوله ده

۱۴۰۰ مرداد ۳۱, یکشنبه

طالبانو د يکشنبې په ورځ پر امریکا متحده ایالاتو تور ولګاوه چې د کابل په هوايي ډګر کې د اوسنۍ ګډوډۍ مسئوله ده. د تیرې يوې اوونۍ راهيسې په زرونو افغانان چې غواړي افغانستان څخه بهر شي د کابل هوايي ډګر مخې ته راټول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3zLjA
Afghanistan I Die Führung der Taliban
انځور: Sefa Karacan/AA/picture alliance

طالبانو د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۲مه) امريکا د کابل په هوايي ډګر کې د موجوده بې نظمۍ او ګډوډۍ مسئوله وبلله.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي امیرخان متقي وویل: «امریکا متحده ایالات د خپل ټول ځواک او امکاناتو سره ونه توانید چې په هوايي ډګر کې نظم رامنځ ته کړي. په ټول افغانستان کې سوله او آرامتیا ده، خو يوازې د کابل هوايي ډګر کې ګډوډي موجوده ده.»

د فرانسې خبرې آژانس په حواله، له يوې اوونۍ راپديخوا چې طالبانو کابل نیولی، هره ورځ د کابل هوايي ډګر ته په زرونو افغانان راځي چې غواړي بهر ته ولاړ شي. نن يکشنبه د خلکو په ټيل ماټيل کې د ۷ کسانو د وژنې رپوټونه ورکړل شول. بریتانيا سکاي نیوز رسنۍ هم تیره ورځ د درو کسانو د وژل کيدو خبر ورکړی وو.

امريکا متحده ایالات د خپلو زرونو ځواکونو سره هڅه کوي چې د کابل هوايي ډګر امن کړي تر څو د انتقال بهیر تر ټاکلې مودې چې د اګست ۳۱مه ده، بشپړ کړي.

Afghanistan Kabul | Flughafen US-Mililtär
د کابل هوايي ډګرانځور: Ministry of Defence/dpa/picture alliance

د بایدن د ادارې په وینا په افغانستان کې تر ۱۵ زره امریکایان او د ۵۰ زرو تر ۶۰ زرو پورې افغانان دي چې انتقال کړل شي. له دې پرته بې شمیر نور افغانان هم چې د طالبانو څخه ویره لري هڅه کوي چې له هیواده بهر شي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر له افغانستان څخه د افغانانو د انتقال ماموريت، د «د هوايي انتقال په تاریخ کې يو تر ټولو ستر او سخت» انتقال ښودلی دی. وضعیت د شنبې په ورځ تر هغه وروسته لا ترينګلی شو، کله چې امریکا متحده ایالاتو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې د «امنيتي ګواښونو» په دليل د کابل هوايي ډګر څخه لرې واوسي.

اروپايي ټولنې هم ويلي دي چې دا «ناممکنه» ده چې هر هغه څوګ چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دی انتقال کړي. خو هغه افغانان چې ويره لرې د کابل هوايي ډګر ته مخه يې کړې ده. په دې منځ کې هغه کسان چې بریالي کيږي هوايي ډګر ته دننه او خپل پرواز تر لاسه کړي ډير خوښ دي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.