1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ طالبان خپله بریا لمانځي

۱۴۰۰ شهریور ۹, سه‌شنبه

امریکايي قواوي په افغانستان کې تر شل کلن حضور وروسته تيره شپه په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتې. په همدې مناسبات طالبانو خپله بریا ولمانځله او د کابل هوايي ډګر بشپړ کنټرول يې په لاس کې واخيست.

https://p.dw.com/p/3ziBs
Afganistan, Kabul - Taliban PK
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

طالبانو له کابل څخه د امریکا د وروستيو ځواکونو په وتلو د وسلو په ډزو سره خپله بریا ولمانځله او د کابل هوايي ډګر کنټرول يې په خپل لاس کې ونیوه.

رويټرز خبري آژانس خپل د سه شنبې ورځې په رپوټ کې وايي چې د کابل آسمان د طالبانو د خوښيو ډزو غږونو او انګازو پر سر اخیستی وو.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان حمله وکړه، د طالبانو رژيم يې ړنګ کړ او تر هغه شل کاله وروسته طالبانو بیرته د افغانستان واک ترلاسه او امريکايي قواوې او د دوی متحدین له افغانستان په بشپړ توګه ووتل.

Letzter amerikanischer Soldat, der Afghanistan verlassen
د امریکايي قواوو وروستي پوځي، جنرال کریس دوناهو له افغانستانه د وتلو په حال کېانځور: REUTERS

که له ېوې خوا طالبان د دغې جګړې بریا لمانځي له بل لورې امریکا وايي چې له افغانستان څخه يې د خپلو ټولو ځواکونو په ايستلو سره خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

د یو بل رپوټ له مخې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت خپل فعاليت په تعلیق کې راوستلي او ویلي دي چې خپل کارونه به له قطر څخه کوي.

له دې سره طالبانو د سه شنبې په ورځ د کابل نړيواله هوايي ډګر کنټرول په بشپړه توګه په خپل لاس کې نیولی دی.

اسوشتید پريس له کابله ليکي چې طالبانو د هوايي ډګر ځغاستلیکه کې خپلو سيمبوليکو حرکاتو سره خپله بريا لمانځي او خوشالیانې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ژوندۍ بڼه یوه خپور شوي پيغام کې وويل: «نړۍ باید خپل درس زده کړی وي او زموږ له پاره د بریا تر ټولو خوندوره صحنه ده.»

Afganistan, Flughafen in Kabul
طالبان د امریکايي قواو په وتلو سره د کابل هوايي ډګر کنټرول په بشپړه توګه په خپل لاس کې نیولی دیانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

مجاهد دغه راز د بدر په نوم د یوې قطعې راټولو شوو غړو ته په خطاب کې وويل: «زه هیله لرم چې تاسو به د ملت سره ډير محتاط اوسئ.» هغه په خپلو خبرو کې وويل: «زموږ خلک له جګړې ډير درديدلي او خلک له دې زیات نور نه غواړي وکړيږي.» د مجاهد د خبرو په پای کې بدرې قطعې د «الله اکبر» نعرو په ویلو سره خپلې خوشاليانې ولمانځلې.

مجاهد وروسته د الجزيرې عربي چینل سره په خبرو کې وويل چې کابل امن دی او د سرپرست حکومت جوړولو خبره يې رد کړه.

هغه وويل: «کابل به امن وي او خلک دې انديښنه نه کوي.»

ذبیح الله مجاهد د افغانستان له ملي تلویزیون سره په یوه بله مرکه کې وويل چې د هوايي ډګر د عملياتو د بیا پيل په اړه هم بحث شوی تر څو د هغو کسانو له پاره چې بهر تلو ته منتظر دي، لار هواره شي. مجاهد زیاته کړه: «زموږ تخنيکی پرسونل به په هوايي ډګر کې هغه لوژستيکي او تخنيکی معاینات ترسره کړي چې ورته اړتیا ده.»