1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

اونۍ کې ۹۰۰ روسي بمونه؛ زيلنسکې مرسته غوښتې

۱۴۰۳ مهر ۲۲, یکشنبه

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي، د یکشنبې په ورځ له خپلو غربي متحدینو د چټکو مرستو غوښتنه وکړه. زیلنسکي ويلي روسيې یوازې تېره اوونۍ پر اوکراین ۹۰۰ بمونه غورځولي دي.

https://p.dw.com/p/4ljTQ
Präsident der Ukraine Wolodymyr Selenskyj
انځور: Ukraine Presidency/Planet Pix/Zuma/picture alliance

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکي دغه څرګندونې روانه اوونۍ له آلمان او ځينو نورو اروپايي هېوادونو څخه تر کتنې وروسته کړي دي. هغه پر اکس شبکه ليکلي: «وخت نباید ضایع شي. د ارادې یو واضح زینګنال باید واستول شي.» هغه د فوري مرستو غوښتنه کړې تر څو پر اوکراین د روسي يرغل پر وړاندې مبارزه کې ورسره مرسته وشي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې: «زموږ شریکان دا توانايي لري چې د لازم کمیت او کیفیت دافع هوا سیستمونو چمتو او زموږ د اوږد واټن د کافي اندازې قابلیتونو او دفاعي ځواکونو ته پر وخت د اکمالاتو د ډاډمنتیا له پاره تصامیم ونیسي.»

زيلنسکي ويلي چې روسيې تېره اوونۍ د ۴۰ توغندویزو او د مختلفو ډرونونو د ۴۰۰ هوايي حملو سربېره، پر اوکراین شاوخوا ۹۰۰ بمونه غورځولي دي. هغه په دغو حملو کې د اوښتو شوو زیانونو ويډيو هم خپره کړې ده.

د اوکراین دافع هوا ځواکونو ويلي چې یوازې د یکشنبې په شپه ېې ۳۱ روسي ډرونونه راغورځولي دي. په مجموع کې په دغه شپه د توغندیو او ډرونونو ۶۸ حملې شوي. د اوښتو احتمالي زیانونو په هکله ېې معلومات نشته.

زيلنسکي تېره اوونۍ روم، پاریس او لندن ته سفرونه درلودل او دغه راز ېې په برلین کې د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ او ولسمشر فرانک-والتر شتاین مایر سره وليدل. له دې غوښتنې سربېره، کيف تمه لري چې د ناټو سازمان د غړیتوب بلنه هم ترلاسه کړي.

(dpa)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب