1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

پوتين: موږ به په اوکراین کې خپلو ټاکلو موخه ته ورسيږو

۱۴۰۳ مهر ۹, دوشنبه

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين وايي چې «حق له روسيې سره دی» او دغه هېواد به په اوکراین کې خپلو ټولو ټاکلو موخه ته ورسیږي. د اوکراین پوځ خبر ورکړی دی چې روسيې پر کیف د ډرون پراخې حملې کړي.

https://p.dw.com/p/4lE3g
د روسيې ولسمشر، ولاديمیر پوتین
آرشیف - د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين وايي چې «حق له روسيې سره دی» او دغه هېواد به په اوکراین کې خپلو ټولو ټاکلو موخه ته ورسیږيانځور: Vyacheslav Prokofyev/ITAR-TASS/IMAGO

پوتین دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۳۰مه) د روسيې په خاوره کې د اوکراین د څلورو سيمو د الحاق د دوهمې کلیزې په مناسبت کړي دي چې روسيه ورته د «بیا یووالي ورځ» نوم ورکوي.

پوتين په دې مناسبت په یوه ويډيويي پيغام کې ويلي دي: «موږ پر حق یو. ټول ټاکلي اهدف به ترلاسه شي.»

روسيې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراين تر پوځي يرغل وروسته، د اوکراين څلور سيمې لوهانسک، دونيڅک، زاپروژیا او خرسون په خپله خاوره کې الحاق کړې. خو روسيه پر ټولو دغو سيمو بشپړ کنټرول نه لري.

پوتين په خپله وینا کې په تکرار اوکراين ته د ځواکونو د استولو توجيه وکړه او ويې ویل چې دغه اقدام ېې په اوکراین کې «د نوو نازیانو له ديکتاتورۍ» د روسي ژبي خلکو د حفاظت په خاطر کړی دی.»

«پر کیف د روسي ډرونونو حملې»

د اوکراين پوځ ويلي دي چې روسيې د دوشنبې په سهار وختي پر کيف د ډرونونو پراخې حملې کړي چې دافع هوا ځواکونه ېې پر وړاندې مقابله کې څو ځله ښکيل شول.

د اوکراین دافع هوا ځواکونو په خبره چې روسيې د کیف او د اوکراين شرق پر لور په ډلیزه توګه ډرونونه توغولي. دغه ځواکونه زیاتوي چې د روسيې څو رهبري شوي بمونه ېې شنډ کړي دي.

عیني شاهدانو رويترز ته ويلي دي چې په کيف کې ېې د دافع هوا سیستم د عملیاتو په څېر غږونه اورېدلې او په هوا کې ېې وېشتل شوي اجسام ليدلي دي.

د کيف ښاروال ويتالي کليچکو پر ټليګرام ولیکل چې «پلازمينې ته نژدې په هوا کې د دښمن ګڼ شمېر بې پېلوټه الوتکې موجودې دي.»

خو په کيف کې د پوځ مشر سرهي پاپکو وويل چې د کیف پر لور توغول شوي ټول ډرونونه د دافع هوا سیستم یا برقي جنګي وسايلو په ذریعه له منځه وړل شوي دي.

 په سملاسي توګه په دغو حملو کې د ځاني او مالي زیانونه په هکله څه نه دي ويل شوي.

روسيې په سپتمبر میاشت کې پر کیف او د اوکراین پر نورو برخو ګڼې هوايي حملې کړي. په دغو حملو کې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات، پوځ، ترانسپورتي زیربناوې په نخښه شوي چې په لسونو ملکیان هم پکې وژل شوي دي. مسکو په دې هکله څه نه دي ويلي.

(Reuters, AFP) mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب